رياض11 نومبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف په ??زه كښې د غېر مشروط جنګ بندۍ٬د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عملدرآمد او اسرائيل ته د وسلې په وركړه سمدستي د بندېز لګولو غوښتنې كولو سره وئېلي دي په جنګي جرائمو د اسرائيل محاسبه دې وكړې شي٬د هغوي د ملګرو ملتونو ركنيت د جامع ن??رثانۍ متقاضي دے ٬بې ګناه فلسطينيانو ته به د كوم تعطل نه غېر مرسته وركول باوري كول وي٬پاكستان به د فلسطيني اولس حقونو لپاره دغسې غږ پورته كوي ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د عرب –اسلامك غېر معمولي مشرا??و غونډې ته وينا كولو په مهال وكړه چې پكښې په ??زه او فلسطين پشمول د مينځني ختيز په ??ور??حال غور وكړے شو ۔وزيراعظم خپل خطاب د قرآن پاك آيت مبارك څخه پېل كړو۔ده د خادم حرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز السعود او سعودي ولي عهد او وزيراعظم محمد بن سلمان ته د عرب-اسلامك غېر معمولي مشرانو په غونډه كولو پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د تې?? يو كال څخه په ??زه او مقبوضه فلسطين كښې خوراك نشته ٬خلق په لوږه او قحط كښې ساتلې شوي ٬په ??زه اسرائيل د ټولو حدونو نه تې?? شوے ٬په زرګونو كسان شهيدان او په لاكهونو بې كوره شوي٬روغتونونه د ژوبل شوو كسانو پشمول الوزولې شوي٬د فلسطينيانو په ضد اوسنے بربريت ميډيا او د انصاف نړيوال عدالت نسل كشي ګرځولې٬د دې ??ور??حال څخه به نړيواله ورورولي تر څو سترګې پټوي ۔وزيراعظم ووئيل هر تې??ېدونكې ورځ د اسرائيل د لاسه د نړيوال قوانين او اقدار خلاف ورزۍ روانې دي٬په بشري بنيادونو د پرله پسې جنګ بندۍ او بشري رېليف وركولو او تحفظ غوښتنې كېږي٬ خو په ??زه كښې د اوسېدونكو پشمول كورونه الوزولې كېږي٬د دې ??ور??حال باوجود اسرائيل ته د جديد وسلې وركړه دوامداره ده د كومې څخه چې ثابتېږي چې د هغوي غېر مشروط ملاتړ او تحفظ روان دے۔ ده ووئېل نړيوال بشري قوانين هم د مظلومانو په ضد د داسې اقدامات اجازه نه وركوي۔وزيراعظم ووئيل ??زه په وينو رنګ ده او نړيواله ورورولي غلې ناسته تماشه كوي۔وزيراعظم د فلسطين حق خود اراديت له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره ووئېل پاكستان د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست ملاتړ به روان ساتي د كوم پايه تخت چې القدوس الشريف وي او د كومې پولې چې د كال 1967 څخه وړاندې وي٬هم دې مقدس خاورې سره د پوخ امن او انصاف ضمانت تړلے دے۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په ايران د اوسني اسرائيلي بريدو??و غندنه كوي كوم چې د سلامتيا او سيمه ايزې خپلواكۍ خلاف ورزي ده٬پاكستان په لبنان كښې د اسرائيلي پوځي يرغل هم غندنه كوي او د هغه ځاے بې ګناه معصومو خلقو سره د بشپړ يووالي څرګندونه كوي۔وزيراعظم ووئيل په ??زه كښې سمدستي جنګ بندي د وخت ضرورت دے ٬د اسرائيل د مرستې بندونه د وسلې په توګه كاروي٬بې ګناه فلسطينيانو ته به پرله پسې خوراك او داروګان وركول باوري كول وي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به د فلسطيني اولس حقونو لپاره غږ پورته كوي٬آزاد او خپلواكه فلسطين رياست جوړول ضروې دے٬د اسرائيل د پراختيا عزائم څخه امن ته خطر پیښ دے ٬ ده ووئېل اسرائيل ته د وسلې په وركولو دې سمدستي بندېز ولګولې شي٬په جنګي جرائمو دې اسرائيل انصاف سره مخ كړے شي٬ ده ووئېل د ??زه په اړه د انصاف نړيوال عدالت هم پريكړه وركړی ده٬د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه دې عملدرآمد باوري كړے شي٬ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل د اسرائيل د ملګرو ملتونو په ركنيت دې جامع ن??رثاني وكړی شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به د غندنې څخه وړاندې تللو سره كنفرنس كښې پورته كېدونكو غږونو ته عمل شكل وركول وي٬ ده ووئېل لاس په دعا يم چې د فلسطينيانو د آزادۍ نمر ډېر زر راوخيژي۔
په غزه كښې جنګ بندي٬د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عملدرآمد او اسرائيل ته په وسله وركولو دې بندېز ولګولے شي٬په جنګي جرائمو د اسرائيل محاسبه او د ملګرو ملتونو په ركنيت دې جامع نظرثاني وكړې شي۔د وزيراعظم شهباز شريف عرب-اسلامك مشرانو غونډې ته وينا
बीजी ऑनलाइन प्रतिष्ठित मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria