اسلام آباد۔ 16جون(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ د خزانې كمېټۍ چيئرمېن قېصر احمد شېخ وئيلي دي چې د قاچاق د لاسه قومي خزانې ته نزدې د 4 زره اربه روپو زيان رسي٬ د پي ټي آئي حكومت 580 كسانو ته درې اربه ډالره په آسانو ش??طونو وركړل د دې با??د تحقيق وكړے شي۔ د جمعې په ورځ په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره ده ووئيل د دفاع وزير خواجه آصف چې تېره ورځ په ايوان كښې كوم تقرير كړې هغه دا خبرې د څو كالو راهېسې كوي۔ د قاچاق د لاسه د قومي خزانې نزدې 4 زره اربه روپۍ نقصان كېږي٬ د پي ټي آئي حكومت 580 تر ټولو مالد??رو كسانو ته درې اربه ډالره په آسانو ش??طونو وركړل د دې با??د تحقيق وكړے شي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې پاكستان د چين او كوريا لارښودنه كړی وه نن دغه دواړه هېوادونه معاشي طاقتونه دي۔ ده ووئيل په مجموعي قرضونو كښې د اېس اې?? ایز شرح 7 فیصده څخه زياته كړې شوې ده د دې به مثبت اثرات رامخې ته شي۔ ده ووئيل پاكستان به كله هم ډيفالټ نه شي۔ زمونږ اثاثې 4 اربه ډالرو څخه زياتې دي۔ ده ووئيل مونږ يوازې كېش فلو مسئلې سره مخ يؤ ٬ په دې به قابو موندل وي۔ ده ووئيل مونږ آئي اې?? اې?? سره كومه دښمني نه لرؤ٬ هڅه كوؤ چې آئي اې?? اې?? سره پروګرام كاميابۍ سره بشپړ كړے شي۔ قېصراحمد شېخ ووئيل هېواد كښې سياسي استحكام ته اړتيا ده٬ ټاكنې با??د په وخت وكړے شي۔ ده ووئيل په امريكا كښې په کېپټل هل د بريد كوؤنكو په ضد كارروائي وكړې شوه دغسې د 9 مئي پېښو ذمه و??رو كسانو په ضد دې هم كارروائي وكړې شي۔
د قاچاق د لاسه قومي خزانې ته نزدې د 4 زره اربه روپو زيان رسي٬ قېصر احمد شېخ
Fund emoji online entertainment portal
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ