اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان اېف آئي اے او سائبر كرائم ونګ ته د سوشل مېډيا د لارې په پاك پوځ تنقيد او تضحيك كونكو عناصرو په ضد سمدستي توګه د كاروا??ۍ حكم كړې۔ده ووئيل د رايو آزادۍ په حقله د پاكستان آئين څرګنده كړې چې د هېواد امنيتي او دفاع چارو په اړوند ادارو به تنقيد نه شي كولې او كوم هم وګړې به دې ډول هلو ځلو كښې نه ككړ كېږي چې ورسره د پاك پوځ د ادارې و??ار او عزت ته زيان رسي۔داخله وزير ووئيل د آزادۍ څرګندونې په نتيجه كښې د پاك پوځ يا د افسرانو سپكاوې د نه قبلولو وړ دے۔د ??پل خاص مقصد په خاطر د پاكستان عزت لرونكې اداره په نښه كول د تشويش وړ خبره ده او دا يو لويې جرم هم دې۔ده اېف آئي اے ته سپارښتنه وكړه چې د دې ډول كسانو په ضد سخته كاروائي وكړي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت