لاهور۔16جون (اے پی پی) د وزیراعظم شهبازشریف او د بحرېن شاه حمد بن عیسیٰ الخلیفه ترمينځه د لويې اخت?? په موقعه ټېلېفوني خبرې اترې وشوې۔ دواړو لارښودو په شريكو اقدارو او كلتوري تړون اډانه لرونكې دوه اړخيزه مضبوطې تاريخي اړ????ې وستائلې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف په تېرو كلونو كښې په بېلو څانګو كښې پاكستان لپاره د بحرېن د ملاتړ او مرستې ستائنه وكړه۔ ده پاكستان لپاره د احترام او نېكو هيلو په څرګندونه د شاه حمد بن عيسی الخليفه مننه وكړه۔ دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړ??كې لا مضبوطولو ٬ ا??تصادي مرسته زياتولو او سيمه ايز امن او سلامتيا ته وده وركولو له په ګډه د كار كولو عزم پخلے وكړو۔ په كال 2014 كښې د شاه حماد د پاكستان تاريخي دورې ذكر كولو سره وزيراعظم د بحرېن باچا ته زر تر زره د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركړه۔ د لويې اخت?? په موقع د دواړو لارښودو ترمينځه دا ټېلېفوني خبرې د پاكستان او بحرين ترمينځه د ملګرتيا اړ??كو عكاسي كوي۔
د وزيراعظم او د بحرين شاه حمد بن عيسیٰ الخلیفه ترمينځه ټيليفوني خبرې ، دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كولو ٬ اقتصادي همكاري لا زياتولو له د عزم پخلے
PT Electronics Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری