اسلام آباد۔13 ستمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په ډېره غازي خان كښې د ترهه ګرۍ منصوبې په ناكامه كولو د پنجاب سي ټي ډي ته پېرزوينې وړاندې كولو سره وئېلي چې د پنجاب سي ټي ډي ??ه وخت كامياب عمليات كولو سره د فتنه الخوارج دوه ترهه ګر وژلي دي۔ د جمعې ??ه ورځ په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كامياب اس??خبارتي بېسډ عملياتو د پنجاب سي ټي ډي ته شاباشې وركړو۔ ده ووئيل چې د پنجاب سي ټي ډي په پروفېشنل ډول د اس??خبارتي بېسډ عملياتو د لارې ډي جي خان كښې د تخريب كارۍ منصوبه ناكامه كړه۔ ?? فتنه الخوارج ترهه ګر په خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كوؤنكو د سي ټي ډي پنجاب ټولې ډلې ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل چې د پنجاب سي ټي ډي تل د فتنه الخوارج ترهه ګرو ناوړه عزائم ناكامه كړي۔ د پنجاب سي ټي ډي په مېړنو او پروفېشنل فرزن??ان?? وياړ لرؤ۔ ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د پنجاب سي ټي ډي د وړومبي صف ډله ده او دا فورس زمونږ سرمايه ده۔
وفاقي وزير محسن نقوي په ډيره غازي خان كښې د ترهه ګرۍ منصوبې په ناكامه كولو د پنجاب سي ټي ډي ته پيرزوينې وړاندې كړې
Casino Reputation Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena