اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د موسمي??تي بدلون وفاقي وزيرې سينيټر شيري رحمن وئيلي دي موسمي??تي بدلون ګردې نړۍ لپاره لوي چېلنج دے، پاکستان كښې 33 مېليونه خلق سېلاب ځپلې دي٬ نړيوال بېنك د سېلاب د زيان ابتدائي ا??دازه 40 اربه ډالره لګولې ٬ د سېلاب ځپليو د بحالۍ چېلنج مخنيوي تنها د يو هېواد كار نه دے، د سېلاب ځپلي ا??فراسټركچر بحالۍ لپاره په لويه كچه وسائل پكار دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې مهم پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د سېلاب صورتحال ډېر خراب دے ٬ هر ځاے د سېلاب اوبه ولاړې دي ا?? د دې اوبو نكاسي سخت كار دے۔ دې ووئيل ګرده نړۍ كښې د موسمي??تي بدلون داسې صورتحال وړاندې نه ٶ ليدلے شوے٬ د موسمي??تي بدلون له امله بارانونو او سېلاب رېكارډ مات كړے٬ دې ووئېل پاکستان كښې 33 مېليونه خلق سېلاب ځپلې دي٬ نړيوال بېنك د سېلاب د زيان ابتدائي ا??دازه 40 اربه ډالره لګولې ده۔ دې ووئيل په كال 2010 په سېلاب كښې 20 مېليونه كسان ځپلې شوې وو او د هغوي بحالۍ لپاره 40 بېليونه ډالره اندازه لګولې شوې وه٬ خو په دې اندازه كښې به احتياط كول وي٬ 20.6 مېليونه ځپلي ا??س هم مرستې ته ??نتظر دي٬ دې ووئېل دا د پرتګال او سوئټزر لېنډ مجموعي آبادۍ نه زياته شمېره ده٬ رېسكيو عمليات او مرګونه ختم شوي خو د ريليف عمليات تر اوسه روان دي٬ دې ووئيل په مجموعي توګه 1717 كسان مړه شوي ا?? 12 زره 867 كسان ژوبل شوي٬ د سېلاب شدت دومره زيات ٶ چې دې سره 13 زره كلوميټره سړكونه ويجاړ شوي٬ د كومې بحالۍ لپاره به چې څومره وسائلو ته اړتيا وي، 436 پلونه تباه شوي ا?? ھغه به بيا رغول وي٬ دصحت 1400 مركزونو ته زيان رسېدلے يا ھغه په بشپړه توګه تباه شوې دي
پاکستان كښې 33 مېليونه خلق سېلاب ځپلې دي٬ نړيوال بېنك د سېلاب زيان ابتدائي اندازه 40 اربه ډالره لګولې ۔ د وفاقي وزيرې شيري رحمن پرېس کنفرنس
Roulette Hall Official Website
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo