اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلونونو وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي چې عمران خان د لانګ مارچ نه بلكې لاهور څخه تر اسلام آباد د شارټ مارچ اعلان كړے دے٬ كه د دوئي عمران بچ كړۍ تحريك دومره مقبول دے نو بيا دې د پيپلز ګوند په څير كراچۍ نه تر اسلام آب??د لانګ مارچ وكړي٬ ټول ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو بيان كښ?? دې ووئيل ما تحريك انصاف ته چېلنج وركړے چې هغه د پيپلز ګوند په شان لانګ مارچ كولے نه شي٬ د دوئي شارټ مارچ جي ټي روډ څخه پېل كېږي او په جي ټي روډ ختمېږي۔ دې ووئيل عمران خان ته معلومه ده چې خلك د اړي ګړي د سياست برخه جوړېدل نه غواړي٬ د مئي په 25 مه او د اكتوبر په 21 مه نېټه خلقو بهر نه راوتلو سره د تحريك انصاف د اړي ګړي كال مسترد كړو٬ دا ځل به هم دې ناكامۍ سره مخ شي۔ شيري رحمان ووئيل په سندھ او بلوچستان كښ?? اوس هم 2.6 ملین خلك بېړنۍ م??ست?? ته سترګې په لاره دي٬ د لكھونو په شمېر په كېمپونو كښ?? پاتې كېږي٬ په دې صورتحال كښ?? دوئي د لانګ مارچ د لارې هېواد كښ?? د ټاكنو غوښتنه كوي۔
عمران خان د لانګ مارچ نه د شارټ مارچ اعلان كړے دے٬ سېنېټر شېري رحمان
Moonstone Blackjack Online Game
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار