اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مواصلات وزارت 20-2019 آډټ اعتراضاتو جائزه واخستلې شوه۔د يو آډټ اعتراض جائزه اخستلو سره د كمېټۍ غړي شېخ روحيل اصغر ووئيل چې اېن اېچ اے ټول ټي??س او موټر وهيكل ټي??س ولې اخلي٬جي ټي سړك حالات خراب دې او د اېن اېچ اے عمله بد تميزه ده۔د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان ووئيل چې زمونږ سړكونه غېر محفوظ او خراب دي۔د اېن اېچ ا?? چيئرمېن ووئيل چې موټر وهيكلز ټېكس صوبائي ټي??س دې۔ټول ټي??س د ست??و لارو مرمت لپاره دي۔كوم ټول ټي??س چې مونږ اخلو هغه د ټول پاكستان قامي ست??و لارو مرمت لپاره وي۔اېن اېچ اے د 15 زره كلوميټر ست??و لارو څارنه كوي۔دا ټي??سز هم دې سړكونو مرمت لپاره كم دې۔د پي اے سي په پوښتنه د اېن اېچ اے فنانس غړي ووئيل جې د موټرويز څخه د وصول ټي??سونو تفصيلات في الحال ترلاسه نه دي۔پي اے سي د اسلام آباد كلب ممبر شپ فيس كښې د اضافې نوټس اخستلو سره د اسلام آباد كلب انتظاميه راتلونكې غونډه كښې د وضاحت لپاره رابللې ده
د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه٬د مواصلات وزارت 20-2019 آډټ اعتراضات جائزه واخستلې شوه
Legend of Hou Yi APP entertainment official website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں