اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان وئېلي دي د ماحولياتي بدلون چېلنج مخ نيوي لپاره تندرفتاره قامي ٬ سيمه ايز او نړيوال غبرګون ته اړتيا ده٬ماحولياتي بدلون كومه پوله نه لري٬مونږ له به د خپلو نوو نسلونو لپاره د يو جامع سباؤن ضمانت له اوس څخه عمل پېل كول وي٬شيري رحمان ??وئ??ل د شنګهائي مرستې تنظيم ماحولياتي استحكام شريك اهداف سر كولو كښې به په سيمه ايزه كچه خپل كردار ترسره كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د اېس سي او شنګهائي مرستې تنظيم څلورمې وزارتي غونډې ته ورچوئل وېنا كښې وكړه۔د ماحولياتي تحفظ لپاره د تنظيم د ذمه وارو غړو هېوادونو وزارتونو او محكمو مشرانو څلورمه غونډه په هند ګښې روانه ده۔شيري رحمان په خپله وېنا كښې د پاكستان ماحولياتي بدلون مخ نيوي لپاره د اقدامات پلو پام راګرځولو كښې ??وئ??ل ماحولياتي بدلون د دې پېړۍ لوي چېلنج دے۔نړيوال ګرين هاؤس ګيسز اخراج كښې د پاكستان برخه د يو فيصد څخه ه?? كمه ده خو د دې باوجود پاكستان هغه لسو هېوادونو كښې ش??مل دے كوم چې د ماحولياتي بدلون له امله تر ټولو زيات ځپلے شوي ۔دې ??وئ??ل تېر كال د ??ېل??ب له امله 32 ملين كسان ځپلې شوي او د 30 ملين ډالر څخه زيات زيان شوے ۔دې ??وئ??ل مونږ نېشنل هيزرډټس ويسټ منيجمنټ پالېسۍ٬ګرين پاكستان٬نېشنل كلين ايئر پالېسي٬ليونګ انډس او په صوبائي او وفاقي كچه اقدامات كوو۔دې ??وئ??ل د ماحولياتي بدلون چېلنج مخ نيوي لپاره تندرفتاره قامي ٬ سيمه ايز او نړيوال غبرګون ته اړتيا ده۔
د ماحولياتي بدلون چېلنج مخ نيوي لپاره تندرفتاره قامي ٬ سيمه ايز او نړيوال غبرګون ته اړتيا ده۔سېنېټر شيري رحمان
Longhuyun APP download website
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن