اسلام آباد 30 نومبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي د ايډز خاتمې لپاره د كميونټۍ په كچه اجتماعي هڅو٬بصيرت او تر ډېرې پسمانده آبادۍ د روغتيا خذمات رسولو ضرورت دے ٬دا ورځ مونږ ته د ايډز مخ نيوي٬تشخيص او تر علاج رسنه باوري كولو په اړه زمونږ بنيادي ذمه وارۍ رايادوي۔د ايډز خاتمې په نړيواله ورځ په خپل پېغام كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف ووئېل نن مونږ په پاكستان كښې د ايډز په سبب د بدنامۍ او امتيازي سلوك خاتمې باوري كولو لپاره د عزم هم څرګندونه كوو۔ده مېډيا ته ووئيل د رنځ خپرولو مخ نيوي لپاره دې په اولس كښې خبرتيا پېدا كړې شي ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل په پاكستان كښې د قامي سماحي تحفظ پروګرامونو ??ه مخې جامع صحت٬غذائيت او د سپورټ سر??س پيكجز په مرسته به اېچ ??ئي وي څخه ځپلو ټول كسانو ته د صحت تحفظ وركولو لپاره كار كوو۔راجه پروېز اشرف ووئيل د دې رنځ څخه نه يواځې بچ كېدې شي بلكې د دې علاج هم ممكن دے او مونږ سر?? د دې رنځ څخه د ځپلو كسانو د ژوند معيار ښه كولو صلاحيت او عزم هم موجود دے ۔ ده ووئېل پاكستان د اېچ ??ئي وي څخه پاك جوړولو په سفر كښې مونږ له د بې شمېره موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره به د ماض?? په كاميابو او چېلنجونو هم غور كول وي۔سپيكر ووئيل د ايډز نړيواله ورځ هر كال په وړومبي دسمبر لمانځلې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د دې رنځ خاتمې لپاره په قامي كچه اولس كښې د شعور رابېدارولو ضرورت دے۔
د ايډز خاتمې لپاره د كميونټۍ په كچه اجتماعي هڅو٬بصيرت او تر ډېرې پسمانده آبادۍ د روغتيا خذمات رسولو ضرورت دے ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د ايډز خاتمې په نړيواله ورځ پېغام
Golden gem entertainment platform website
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha