اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د خزانې خاص مرستيال ??ناتور هارون اختر خان د مخالفې ډلې لخوا د اوسني حك??مت په معاشي كاركردګۍ ټك??نه كول بلا جواز ګرځولو سره وئيلي دي كه په كال 2013 كښې د معاشي اېمرجنسۍ تجويز وړاندې كړې شوې وې نو څه جواز خو ئې جوړېدو٬ چې معيشت ډېر كمزورے ٶ٬ ټولې معاشي اشاريې پرله پسې نمو څرګندوي٬ په معاشي كاميابيو ټك??نه كوٶنكي غير جانبداري او د اقتصاديات پوهه نه لري۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پنځه كاله وړاندې د جي ډي پي شرح نمو 3.68 فیصده وه كومه چې اوس 5.79 فیصده ته رسېدلې دغسې د صنعت په څانګه كښې نمو 0.75 فیصده وه كومه چې 5.80 فیصده ، د كركيلې نمو 2.68 نه 3.81 فیصده او دغسې د خدماتو په څانګه كښې شرح نمو د 5.13 نه 6.43 فیصده ته رسېدلې ده٬ ده ووئېل لارج سکیل مېنوفېکچرنګ د 2.98 فيصده نه 6.24 فیصده او دغسې د تعیرات څانګه كښې شرح نمو 1.08 نه 9.13 فیصده شوې ده۔ سناتور هارون اختر ووئي?? په دې موده كښې د زرعي څانګې د قرض حجم كوم چې په كال 2013 كښې 196.12 اربه ٶ په كال 2018 كښې 569.97 اربه روپۍ شوے او د بېلا بېلو فصلونو پېداوار هم رېكارډ زيات شوې۔ده ووئيل زمونږ د غېر ملكي زرمبادله پانګې كومې چې په اپرېل كال 2013 كښې 11.85 اربه ډالره ٶې ھغه په اپرېل كال 2018 كښې 1640 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ هارون اختر ووئيل د رېونيو په څانګه كښې سل فيصده نمو رېكارډ كړې شوې او دا د حك??مت لخوا د ټېكس وركولو په لړ كښې د آسانۍ پېدا كولو او ټېكس وركوونكو لپاره د اسانيو نتيجه ده۔
ټولې معاشي اشاريې پرله پسې نمو څرګندوي٬ په معاشي كاميابيو ټكونه كوٶنكي غېر جانبداري او د اقتصاديات پوهه نه لرلي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ