كوئټه 19 دسمبر (اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي پاكستان د وفاق په حېثيت د خپلو كلتورونو٬رواياتو او د ژبو تنوع څخه تقويت ترلاسه كوي٬د بلوچستان اصل سرمايه دا خلق او دا تهذيب دے٬ د زرګونو كلونو تهذيب مركز بلوچستان د خپلو ځالانده رواياتو امين دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پاكستان ټېلي ويژن د هز??ره ژبې پروګرام د ??ېل كولو دستورې ته په خپله وينا كښې كړې۔نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئېل په هز??ره ژبه په پي ټي وي خپرونې ??ېل كولو خوشحالي محسوسوم۔په دې منطقه كښې پښتو٬بلوچي او هز??ره او فارسي ژبې موجود دي۔په بلوچستان كښې يوه بله ژبه په قامي كچه رامخې ته كېږي٬بلوچستان كښې ميډيا صنعت ته وده وركول زمونږ ترجيح ده٬ ده ووئېل هز??ره ورورولۍ سره زمونږ قربت پخوانے دے۔بلوچستان او كوئټه كښې هز??ره ورورولۍ يو پېژندګلي لري۔ده ووئيل هز??ره ورورولۍ كښې يوه لويه شمېره د ترهه ګرۍ ښكار شوو شهيدانو ده۔ترهه ګرو د بلوچستان هره طبقه په نخښه كړې٬د ترهه ګرۍ مقابله به مونږ ټولو له په ګډه كول وي٬ ده ووئېل د بلوچستان اصل سرمايه د دې ځاے خلق او تهذيب دے۔په بلوچستان كښې مېشته ټولو ورونړو ته يو ډول حقونه ترلاسه دي۔ده ووئيل پاكستان د كلتوري پېژندګلو امتزاج دے كوم چې يو بل مضبوطوي٬د نورو صوبو غوندې بلوچستان هم د نسلونو او قبائل يو بشپړ امتزاج لري چرته چې د دوي كلتورونه او اقدار د بلوڅو روايات سره تړلې شوي۔ده د بلوچستان هز??ره ورورولۍ ستائنه كولو سره ووئېل د كوئټې او صوبې په پرمختګ كښې د دوي كردار مهم دے۔د هز??ره ورورولۍ په ځانګړو شخصياتو كښې د بلوچستان پخوانے ګورنر جنرل(ر)محمد موسٰی٬سردار سادات او برېګېډيئر خادم حسېن شامل دي چا چې د خپلې ديانتدارۍ له امله عزت ترلاسه كړے ۔ده د ترهه ګرۍ چېلنج په مقابله كولو هز??ره ورورولۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او وئېلې يې دي چې د ترهه ګرۍ څخه د هېواد ټولې طبقې ځپلې شوي۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې په اتحا قا?? هغه عناصرو ته ماتې وركولې شي كوم چې په د ورونړو تر مينځه تفرقه او تفريق راپېدا كوي۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ بلوچستان او پاكستان د امن مركز جوړولو عزم څرګندولو سره ووئېل د امن څخه فنون لطيفه ته وده ترلاسه كېږي۔وزيراعظم هز??ره ورورولۍ ته د دوي په ژبه كښې د پي ټي وي د پروګرام په ??ېل كولو مباركي وركولو سره دا باور څرګند كړو چې صلاحيت لرونكې كميونټي به دا پليټ فارم كارولو سره خپل ښكلے كلتور رامخې ته كړي۔ده ووئيل پي ټي وي يوه تاريخي اثاثه ده چا چې د خپلو غوره پروګرامونو د لارې د قام ډاډګېرنه ترلاسه كړې۔ده د ادارې پرمختګ لپ??ره د ححكومت لخوا د مرستې جاري ساتلو عزم هم څرګند كړو ۔په دې موقع نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پي ټي وي بولان نوې لوګو پرانسته هم وكړه۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي هم خطاب وكړو۔د هز??ره شاعر قادر نيل د هزارګي ژبې پروګرام په تاريخي ??ېل وزيراعظم انوار الحق كاكړ او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې او ووئېلې ئې چې دوي د سيمه ايزې ژبې پروګرامونو په ګلدسته كښې يوه ښكلې اضافه وكړه۔سندرې غاړې زيبا نوري په هز??ره اولسي سندره هم وړاندې كړه او په روايتي بلوڅ لباس كښې ګڼو ماشومانو د هز??ره ژبې په سندرو رقص وكړو۔
كلتوري تنوع او ځلانده روايات د وفاق د قوت ذريعه ده٬د زرګونو كلونو د تهذيب مركز بلوچستان د خپلو غوره رواياتو امين دے۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ
Spirit World Wonders Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa