اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) الیکشن کمېشن په میډیا د حلقه بن??يو په اړه د ځينې غلط فهميو وضاحت کړے چې د الیکشن ایکټ 2017 او رولز ترمخه د حلقه بن??يو اصول واضحه دي،الیکشن رولز 8(1) له مخې د صوبې آبادي د آئین آ??ټی??ل 106،51 ترمخه د صوبې لپاره په بيلو چوكو تقسیم كړې كېږي نو دغسې د هر چوكۍ د کوټې تعین كېږي۔د شورو په ورځ جاری شوې وضاحتی بیان كښې وياند ووئيل په دويم پړاو كښې د ضلعو د چوكو تعین لپاره رولز 8(2) ترمخه بيله كړې کوټه د ضلع په آبادۍ تقسیمېږي ٬ دې سره د هغه ضلع چوكۍ مقرر كېږي۔په دې كښې كه كومې ضلع له د بشپړ?? چوكو وركولو نه بس پاتې آبادي د 0.5 په حساب څخه كه كمه پاتې شي نو هغه نظر انداز كړې كېږي۔كه آبادی 0.50 څخه زياته وي نو هغې له يو?? چوكۍ وركړې كېږي۔د سیټیونو د تعین تګلاره الیکشنز ایکټ 2017 سیکشن 18، الیکشنز رولز سیکشن 8 كښې واضحه ده۔وياند ووئيل الیکشن کمېشن كښې كوم هم ردوبدل نه كېږي او دا كار ټول کمېشن (چیف الیکشن کمشنر او څلورو ممبرز)کوي۔البته ابتدائی حلقه بن??و په اړه زيات اعتراضات په وجه په هغې سماعت د الیکشن کمیشن دوه يا درې كسيز بینچ کوي۔ الیکشن کمېشن دا هم واضحه كول غواړې چې د ضلع حافظ آباد آبادي 13 لكهه 20 زره ده دغسې د قامی اسمبلۍ د يو چوكۍ کوټه 9 لكهه 5 زره 595 ده كومه چې 1.46 جوړېږي ځكه چې الیکشن ایکټ رولز 8 (2) ترمخه پاتې آبادي د 0.5 څخه كمه ده ٬ ځكه يو سيټ وركړے شوے۔دغسې د ګوجرنواله آبادي 49 لكهه 66 زره 338 ده او د يادي شوې کوټې له مخې د دغ دې چوكو برخه 5.48 ده،د دې برخه هم 0.5 څخه كمه ده دغې له هم 5 چوكې وركړې شوي۔الیکشن کمېشن دا هم واضحه كول غواړي چې د قانون له مخې الیکشن کمېشن كومه ضلع د بلي ضلعې سره د تړلو پابند نه دے
د الیکشن ایکټ 2017 او رولز له مخې د حلقه بنديو اصول واضحه دي ۔ د الیکشن کمېشن وياند سپيناوے
Spicy Award Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں