كراچي 24اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد صنعتونو ته د ګاز او برېښنا غوندې بنيادي آسانيو رسنه باوري كولو او اړوندو چارواكو ته د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لټولو لپاره د امر كولو سره و??ئې?? د هېواد پرمختګ د كاروباري ورورولۍ پرمختګ سره تړلے دے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بزنس مين ګروپ چيئرمېن محمد زبير موتي والا په مشرۍ كښې د ګراچۍ چيمبر آف كامرس پلاوي ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې پلاوي وزيراعظم ته كاروباري ورورولۍ ته په ورمخې ته شوو بېلو مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ووئيل د هېواد پرمختګ كاروباري ورورولۍ پرمختګ سره تړلے دے٬په هېواد كښې دا ډول ماحول راپېدا كول ضرورې دے ??ې پكښې كاروباري ورورولۍ ته خپل كار كښې آ??ان?? ترلاسه وي۔ده د هېواد صنعتونو ته د ګاز او برېښنا پشان بنيادي آسانيو باوري كولو او اړوندو چارواكو ته د كاروباري ورورولۍ مسئلو حل لټولو كهدايت وكړو ۔پلاوي د حكومت كاروبار دوسته پالېسو په سبب د كراچۍ سټاك ايكسچېنج 72000 پوائنټس لوړې كچې ته په رسېدو وزيراعظم له مباركي وركړه۔پلاوي وزيراعظم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره و??ئې?? په وړومبي ځل مو داسې وزيراعظم وليد كوم چې په دوهم ځل منتخب كېدو نه پس كار د هغه ځاے نه پیل كوي چرته چې پرېښودلے شوے ؤ او په ماشي كښې په شوو اقداماتو د عملدرآمد خبره كوي
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بزنس مين ګروپ چيئرمېن محمد زبير موتي والا په مشرۍ كښې د كراچي چيمبر اف كامرس پلاوي ملاقات٬پاكستان كښې كاروباري ورورولۍ ته د ورمخې ته مسئلو حل كولو په اړه بريفنګ
Extremely Hot 5 Supreme Entertainment Official APP
مضمون کا ماخذ : فنکی پھل