اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې هند او اسرائيل له به کشميريانو او فلسطينيانو ته خپل بنيادي حق وركول وي، د خبرو اترو د لارې ټولې شخړې هوارېدې شي٬ تر آزادۍ ترلاسه كو??و به په هر فورم به د كشميريانو ملاتړ روان ساتؤ، ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به د كشميريانو وېنه رنګ راوړي٬ هند د دې حقيقت ادراك لري٬ چې ھغه پاكستان سره سترګې سترګو كښې اچولو سره سره خبره نشي كو??ې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د “يوم استحصال کشمير” په موقع د وېډيو لنك د لارې د آزاد کشمير قانون ساز اسمبلۍ خاص غونډې ته خپله وېنا كښې وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل 77 كاله وړاندې د قائد اعظم په مشرۍ كښې د لكهونو په شمېر مسلمانانو سترې قربانۍ وركړې او پاكستان جوړ شو ٬ نن د پاكستان اولس د خپل شين بېرغ لاندې ژوند كو??۔ ده ووئيل په 5م اګست 2019 هندي حكومت په غاصبانه توګه د جمو و كشمير اولس خپلو حقونو څخه محروم كړي او آرټيکل 370 او 35 اے ختمولو سره يۍ په کشمير كښې غېر رياستي كسانو ته د پاتې كېدو قانوني حق ور??ړې?? ده ووئيل دا ھغه ظالمانه اقدام دے كو?? چې د لكهونو په شمېر آزادي پسند كشميريانو سره د تېرو 77 كالو راهسې روا ساتلې شوې۔ ده ووئيل چې قائداعظم كشمير د پاكستان شه رګ ګرځولے ٶ٬ تر څو چې كشمير نه وي آزاد شوې٬ تر څو چې بنيادي حقونه نه وي وركړې شوې٬ پاكستان به د كشميريانو اخلاقي مرسته روانه ساتي او په نړيوالو فورمونو به غږ پورته كو??٬ ھغه وخت به ډېر زر راشي كله چې به کشميريان د هند غاصبانه قبضې څخه آزاد شي۔ وزيراعظم ووئيل نن په پنځم اګست مونږ خپلو كشميريانو وروڼو ته سلام وړاندې كو??٬ د دوي د سترو هلو ځلو داستان ته سلام وړاندې كو??٬ کشمير کاز لپاره چې د لكهونو په شمېر كو??و كشميريانو خپل ځانونه قرباني كړي مونږ د ھغې ستائنه كو?? او لوظ كو?? چې د ھغوي قربانۍ به هېرولې نه شي او دا قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل مونږ چوهدري غلام عباس، سردار ابراهيم خان، مير واعظ محمد يوسف ??اه?? سيد علي ګېلاني ، اشرف صحرائي ، الطاف احمد ??اه?? مولانا عباس انصاري او ھغه ټولو مشرانو٬ ځوانانو او كاركنانو ته سلام وړاندې كو?? چا چې خپلې نظريې لپاره جوش او جذبې سره تحريك چلولې او شپه او ورځ ئې آزادۍ لپاره غږ پورته كړې، د هند د جبر ئې مقابله ??ړې?? ده ووئيل مونږ آسيه اندرابي، ياسين ملک، ميرواعظ عمر فاروق، شبير احمد ??اه?? مسرت عالم بټ ته هم سلام وړاندې كو?? چا چې يو شمېر كلونه د نړۍ په لوي زندان كښې تكليفونه او ظلم زغملو سره تېر كړي۔ دوي ئې خپلو كورنيو څخه ملاقات ته نه دي پرېښې٬ دوي په پوځي محاصره كښې دا ظلمونه برداشت كړي خو خپل سرونه ئې نه دي ټېټ كړې او د تورو د سېوري لاندې ئې د ” کشمير بنے گا پاکستان” نعرې پورته كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل ھغه ورځ لرې نه دې چې د كشميريانو وينه به رنګ راوړي۔ ده ووئيل نن مونږ سردار ابراهيم خان ، سردار عبدالقيوم خان ، سردار سکندر حيات خان پشمول ټولو مشرانو ته پېرزوئنې وړاندې كو?? چا چې خپل عمرونه كشمير كاز لپاره وقف كړي٬ د هند د ظلم په وړاندې سر نه ټيټوٶنكو كاركنانو ته هم سلام كو??۔ وزير اعظم شهباز شريف ووئيل نن فلسطينيان هم خپلې آزادۍ لپاره قربانۍ وركوي٬ په غزه كښې ظلمونه كېږي٬ 40 زره فلسطينيان شهيدان كړې شوې دي ٬ سكولونه او روغتونونه په نخښه كو??ې شي ٬ د اسرائيل ځواكونه چې كو?? ظلمونه كو?? په تاريخ كښې مثال نه لري خو ولې د فلسطينيانو ورونړو د قربانيو عزم كښې هېڅ كمې نه دې راغلے۔ وزيراعظم ووئيل د کشميريانو او فلسطينيانو قربانۍ به ډېر زر رنګ راوړي ۔ده ووئيل دا خبره په ذهن كښې بايد وساتلې شي چې هند كله هم كشمير خپله برخه نشي جوړولې٬ ھغوي چې هر څومره ظلمونه وكړي ھغوي كشميريان خپل غلامان نشي جوړولې۔ وزيراعظم ووئيل چې اسرائيل او هند له به د دې ظلمونو ځواب وركول وي او د دوي ناجائزه قبضې څخه به اولس ته آزادي ترلاسه شي۔ ده ووئيل نن ټول پاكستانې قام د هند د پنځم اګست كال 2019 د اقدام غندنه كو??٬ ھغه ورځ لرې نه ده چې هند له به خپل لوظونه ترسره كو?? وي٬ نهرو په کشمير كښې د رايو شمېرې كو??و لوظ كړې ٶ، په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كو??سل قراردادونه كشميريانو ته د حق وركولو ياد تازه كو??٬ د نړيوالې ورورلۍ پشمول پاكستان او كشميريانو دا هندي اقدامات مسترد كړي٬ ملګرو ملتونو او او آئي سي د هند يو اړخيزه اقدامات مسترد كړي دي۔ ده ووئيل نن نړۍ ته په سپينو ټكو پېغام وركول پكار دي چې هند د كشميريانو د تقدير پرېكړه يوازې نشي كو??ې٬ په دې لړ كښې دې هند غلط فهمي نه لري چې ھغوي به د كشميريانو نه دا حق واخستې شي۔ ده ووئيل د امن او دانشمندۍ دا تقاضا ده راځۍ چې په ګډه نه يوازې كشميريانو ته د دوي حق وركړؤ بلكې په منطقه كښې امن راولؤ دغسې د فلسطين مسلمانانو ته بايد د دوي حق وركړے شي چې په نړۍ كښې امن راشي د دې نه علاوه ټولې لارۍ تباهۍ پلو ځي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ به هند او اسرائيل ته دا ښكاره پېغام ورسي چې د امن لاره يوازنۍ لاره ده٬ بايد كشميريانو او فلسطينيانو ته د دوي حق وركړے شي۔
هند او اسرائيل له به کشميريانو او فلسطينيانو ته خپل بنيادي حق وركول وي، د خبرو اترو د لارې ټولې شخړې هوارې دې شي٬ تر آزادۍ ترلاسه كولو به په هر فورم د كشميري اولس ملاتړ روان ساتؤ: د وزيراعظم شهباز شريف د آزاد کشمير اسمبلۍ ته د ويډيو لنك د لارې وينا
एमटी ऑनलाइन क्रेडिट मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون