هنګری 13 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير م??سن نقوی وئيلي دي نړۍ د شخړو ، اقتصادي استحکام نشتوالي او د موسمیاتی بدلونونو په څير چیلنجونو سره مخ ده او دې چیلنجونو په ټوله نړۍ كښې د امیګریشن كولو له يو نوے شکل وركړے، د دې مسئلو په وجه كړكيچن چیلنجونه راپيدا كيږي ٬ د كومو چې يو هېواد په يواځي مقابله نه شي كولې،په دې چیلنجونو قابو موندلو له كوټلي نړيوالي تګلاري ته اړتيا ده،يواځي علامتی نه بلکه د امیګریشن بنیادی وجوهات لرې كولو ته اړتيا ده او په سمدستي توګه كوټلي اقدامات پكار دي، د غیر قانوني امیګریشن مخنيوي لپاره پاکستان ګڼ قانوني او انتظامي اقدامات کړي، پاکستان خپلو قانون نافذ کوونكو ادارو له په انسانی قاچاق كښې د ككړو تورنو په ضد د كوټلې قانوني كاروائي اختیار وركړے۔ده په هنګری كښې د بډاپسټ پراسس 7م وزارتي کنفرنس ته وينا كوله۔بډاپسټ پراسیس 7م وزارتي کنفرنس ته وينا كښې د كورنيو چارو وفاقی وزیر م??سن نقوي ووئيل په كال 2019 كښې د شوي آخري وزارتی کنفرنس نه پس ښه پیشرفت شوے ،نن هم مونږ ګڼو مسئلو سره مخ يو۔ده په ډاګه كړه چې بشري قاچاق سره تړلو خطرو په اړه د اولس خبرتيا زياتولو، سرحدي کنټرول قوي كولو او سيمه ايزې او نړيوالي مرستي زياتولو ته پام لرنه كوو، قانوني امیګریشن ته ودې وركولو لپاره اروپائي ائتلاف او نورو هېوادونو سره دوه اړخيزه لوظنامو او د ټیلنټ پارټنرشپ زياتولو له كار كوو۔ده د اندیښنې ??رګندونې سره ووئيل اوسنو كښې په نړۍ كښې د كډوالو په مخالفت پریشاني زياته شوې ، د دې رجحان په وجه يو نوې مهم چیلنج رامخې ته شوے۔ده هيله څرګنده كړه چې بډاپسټ اعلامیه خپلولو سره به يو متوازن نقطه نظر لپاره يو نوې اړخ رامخې ته شي خو دا خ??ره به باوري كول وي چې سباؤن كښې د امیګریشن كوم هم اړخ ته دې په بل اړخ ترجیح ورنه كړې شي۔ وفاقی وزیر م??سن نقوي ووئيل دې مهمي غونډي ته وينا زما لپاره د وياړ وړ خ??ره ده،د دې غونډې په كولو شریك كوربه ترکیه او هنګری له مباركي وركوم۔ده ووئيل د بډاپسټ په ښكلي او تاریخی ښار كښې په تود هركلي كولو د هنګری حکومت او اولس په خاص توګه مننه كوم۔
نړۍ د شخړو ، د اقتصادي استحکام نشتوالي او د موسمیاتي بدلونونو په څير چیلنجونو سره مخ ده۔محسن نقوي
Dragon hatch entertainment reliable entrance
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha