استنبول۔13دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان او تركيه په ګډه د دستاوېزي ف??مونو جوړولو او د شريكو خپرونو وړاندېز وركولو سره وئيلي دي پاكستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے ، په پاكستان كښې د تركيه ډرامې او فلمونه زيات خوښولې شي۔ دا خبره ده د تركيه د قامي ټي وي چېنل ” ټي آر ټي ورلډ” هېډ كوارټرز دورې په مهال ډي جي انټرنېشنل براډ کاسټ عمر فاروق تنیویردی سره ملاقات كښې وكړه۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا په څانګه كښې په دوه اړخيزه مرسته ٬ په ګډه د فلمونو جوړولو او د سېلګرۍ ودې په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان تركيه سره د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه دا اړيكې په شريكو تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري اقدارو اډانه لري۔ ده ووئيل د تركيه حكومت سره د ډرامو او دستاوېزي ف??مونو شريك پروډكشن په اړه اړوندې لوظنامې زمونږ د ستراتېجيكي فرېم ورك برخه دي۔ وفاقي وزیر ووئيل په پاكستان او تركيه كښې بلها ټېلېنټ موجود دے۔ په ګرمايئ اولمپکس كښې د 92.97 می??ر جیولین تھرو ریکارډ جوړؤنكې پاكستاني زلمي ا??شد نديم ذك?? كولو سره وفاقي وزير ووئيل د ا??شد ندیم قيصه زياته متاث?? كونكې ده٬ مونږ په داسې ځوانانو دستاوېزي ف??مونه جوړولې شوو۔ په پاكستان كښې د شندور پولو فيسټول په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل شندور پولو فیسټول سره سېلګرۍ او كلتور سره سره لوبو ته وردې وركولو له هم مرسته ترلاسه كيږي۔ ده ووئيل شندور پولو فیسټول د نړۍ تر ټولو اوچت ځاے كښې كېدونكے پولو مېچ دے۔ ده ووئيل پي ټي وي ورلډ سره په ګډه په شندور پولو فیسټول دستاویزی فلم ګردې نړۍ ته وړاندې كېدے شي۔ وفاقی وزیر د ټی آر ټی ورلډ او د پاکستان ټېلی ویژن د شريكو خپرونو وړاندېز هم وركړو۔ په ملاقات كښې د اطلاعات وفاقي وزير د ??قب??ضه كشمير مسئله رامخې ته كولو له په كشميري اولس روانو ظلمونو سره د اړوندو ډیجیټل دستاویزي ف??مونو جوړولو په ضرورت هم زور راوړو۔ وفاقي وزیر د ټي آر ټي ورلډ د بېلو څانګو دوره هم وكړه۔
د وفاقي وزیر عطاء تارړ د تركيه د قامي ټي وي چينل “ټی آر ټی ورلډ” هيډ كوارټر دوره٬ په پاكستان او تركيه كښې بلها ټيلينټ موجود دے ٬ په پاكستان كښې د تركيه ډرامې او دستاويزي فلمونه زيات خوښولې شي: عطاﺀ تارړ
Lucky Rat Credit Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر