نیویارک ۔21 ستمبر(اے پی پی) د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمن په نيويارك كښې کلائمېټ اېنډ ډوېلپمنټ وزارتی غونډه كښې د پا??ستان نمائندګي كړې ۔ دې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د برطانيه او روانډا لخوا رابللې شوې غوندې ته خطاب وكړو۔ په خپ?? خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل پاکستان د ماحوليات بحران په وړاندې په وړومبۍ کرښه ولاړ دے، نړۍ ته به بحث مباحثې نه پرته پرېكړې كول وي۔ دې ووئيل د ګرين هاؤس ګېسز په مجموعي اخراج كښې د پا??ستان برخه د يو فيصد نه هم لږه ده ولې بيا هم چې مونږ د كومې كچې زيان پورته كوؤ د هغې اندازه نشي لګېدې۔ شېري رحمان ووئيل پا??ستان كښې د ريكارډ بارانونو نه پس تاريخي سېلاب زياته تباهي كړې۔ د بارانونو او د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوو بېلو پېښو كښې 1500 نه زيات كسان مړه او 12,860 ژوبل شوي دي۔ دې ووئيل د بارانونو ا?? سېلاب د لاسه 3 کروړه 30 لکه نه زيات وګړي ځپلې شوي او 20 لكه نه زياتو كورونو ته زيان رسېدلے دے۔ دې ووئيل په يو وخت كښې درېمه برخه پا??ستان په سېلاب كښې ډوب ؤ ۔ دې ووئيل د سېلاب د اوبو په وتلو كښې به څو مياشت لګي۔ دې ووئيل د سېلاب د ولاړو اوبو د لاسه د رنحونو خپرېدو يوه بله ستونزه په هېواد كښې رامخې ته شوې ۔ يواځې د سندھ په سېلاب ځپليو سيمو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال لګولې شوو هېلت كېمپونو ته 78,000 رانځوران راغلي ۔ دې ووئيل ځي??ې ښارونه او كلي اوس هم په څو فټه اوبو كښې ډوب دي ٬ د دې سېلاب د لاسه د معاشي زيان اندازه د 30 بلين ډالره نه زياته لګولې شوې ۔ وفاقي وزيرې ووئيل د ماحولياتي اثرات به تر پا??ستان محدود نه پاتې كېږي ولې چې د ماحولياتي اثرات او تباهۍ كوم حد نه وي۔
پاکستان د ماحولياتي بحران په وړاندې په وړومبۍ کرښه ولاړ دے، نړۍ له به د بحث مباحثې نه پرته پرېكړې كول وي٬ د وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان په نيويارك كښې د كلائمېټ اېنډ ډوېلپمنټ وزارتي غونډې ته خطاب
Baccarat 1 game card official platform
APP51-210922
NEW YORK: September 21 - Federal Minister for Climate Change Senator Sherry Rehman attended the 2nd climate and Development Ministerial Meeting. APP
مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری