اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) د لوړو زده كړو كمېشن چيئرمېن ډاكټر مختار احمد وئيلي چې د ګرد هېواد په سركاري او نجي پ??هنت??نو??و كښې د سېلاب ځپليو سيمو زده كوؤنكو د 2 سمسټرو فيس موخر كړې شوې دې٬ په ځپليو سيمو كښې به د لائيو سټاك تحفظ كښې هم مرسته كوؤ٬ ټولو پوهنت??نو??و لپاره مو 10 نه تر 15 فیصده بجټ فاصلاتي نظام تعليم لپاره بېلول لازم ګرځولي دي۔ د جمعې په ورځ “اے پی پی” سره خاص خبرو كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد ووئيل په هېوا كښې د اوسني سېلاب د لاسه د زده كړو څانګه هم ځپلې شوې ده۔ د ګرد هېواد په سركاري او نجي پ??هنت??نو??و كښې سېلاب ځپليو سيمو سره د تعلق لرونكو زده كوؤنكو د 2 سمسټرو فيس موخر كولو پرېكړه شوې ده۔ په دې لړ كښې به حكومت د ځپليو زده كوؤنكو خيال ساتلو له يو پروګرام پېل كوي۔ ده ووئيل نړۍ فاصلاتي نظام تعليم پلو روانه ده٬ د كورونا په مهال سمارټ کلاس رومز او ټیکنالوجۍ د زده كړو لړۍ په نوې انداز كښې روانه ساتلو كښې زياته مرسته وكړه۔ ده ووئيل په ابتدائي توګه مونږ ټولو پوهنت??نو??و لپاره 10 نه تر 15 فیصده بجټ فاصلاتي نظام تعليم لپاره بېلول لازم ګرځولي دي ٬ په دې لړ كښې اېچ اي سي د يوې اعلی كچې كمېټي هم جوړه كړې ده۔ ده ووئيل د آئي ټي پ?? څانګه كښې مرستې له راروانه مياشت د جاپان يو پلاوې د پاكستان دوره كوي۔ ده ووئيل زمونږ زده كوؤنكي به په نړيوالو پوهنت??نو??و كښې هم زده كړې ترلاسه كوي۔ ده ووئيل په لوړو زده كړو ځينې آسيائي هېوادونه زمونږ نه ډېر وړاندې تلې دي٬ مونږ هڅه كوؤ چې پاكستان كښې هم لوړې زده كړې وده ومومي۔
د ګرد هېواد په سركاري او نجي پوهنتونونو كښې د سېلاب ځپليو سيمو زده كوؤنكو د 2 سمسټرو فيس موخر كړې شوې دې٬ په ځپليو سيمو كښې به د لائيو سټاك تحفظ كښې هم مرسته كوؤ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد
Fortune 6 Baccarat Game Card Official Platform
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن