اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د نهې په ورځ د متحده عرب امارات سفارتخانې ته لاړو او دغلته يۍ د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه سفير حماد عبيدابراهيم سالم الزابي سره غمرازي ښكاره كړه۔ سپيكر ووئيل چې د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو ??ښې د شېخ خليفه بن زيد النهيان د قدر وړ خذمات د ستائنې وړ دي۔ د شېخ خليفه بن زيد النهيان د مرګ سره پاكستان د يو مخلص دوست او د اسلامي نړۍ يو عظيم لارښود څخه محروم شوې۔سپيكر ووئيل چې د ارواښاد شېخ خليفه د هېواد او قام لپاره خذمات به پ?? تاريخ ??ښې تل ياد ساتلې شي۔د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه په لسيزو خپرې دوه اړخيزه نزدې سياسي او سماجي اړيكې موجود دي۔ متحده عرب امارات ??ښې مېشته پاكستاني او پاكستان ??ښې اوسېدونكې اولس متحده عرب امارات خپل دوهم كور ګڼي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د متحده عرب امارات نوې صدر شېخ م??مد بن زيد النهيان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ اماراتي سفير ووئيل چې پاكستان عرب امارات سره د ژور اړيكو يو مذ??ب٬ تاريخ او د كلتور په تلپاتې خپلولو تړون لري۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر په سفارتخانه ??ښې اېښودلې شوي تعزيتي كتاب ??ښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل