مدينه 28 اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په درې ورځنۍ اعلٰی كچ سركاري دوره مدينه منوره ته رسېدلې۔د مدينه ګورنر فيصل بن سلمان السعود د اعلٰی سعودي چارواكو سره په هوائي اډه د وزيراعظم هركلے وكړو۔وفاقي وزيرانو بلاول بھټو زرداری، مفتاح اسماعیل، نوبزادہ شاہ زین بګټی، مریم اورنګزیب، خواجه محمد آصف، چوھدری سالک حسین، ډاکټر خالد مقبول صدیقی، محسن داوړ او مولانا طاهر اشرفی هم د وزیرِاعظم سره ملګري وو۔وزيراعظم شهباز شريف د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا وړومبي غېر ملكي دوره ده۔د دورې په مهال به وزيراعظم ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن بعدالعزيز او نورو اړوندو چارواكو سره ملاقاتونو كښې اقتصادي او تجارتي روابط زياتول او سرمايه كارۍ ته وده وركولو نه علاوه په سعودي عرب كښې د پاكستان افرادي قوت لپاره د روزګار زياتو موقعو راپېدا كولو په اړه به خبرې كوي۔وزيراعظم به د حضور پاك صلی الله عليه وسلم په روضه حاضرېږي او د عمرې سعادت به ترلاسه كوي۔په دې موقع د دواړو هېوادونو شريكو خوښو چارو په خاص توګه په ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو به د خبرې اترې كوي
وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عرب په درې ورځنۍ اعلٰی كچ سركاري دوره مدينه منوره ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ