اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه نور 30 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 14 په وېنټي لېټرز وو۔ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېش سېنټر لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې ګرد هېواد د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 34 زره 754 ټېسټونه وكړې شول۔ تردې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا نه 8 لکھ 93 زره 148 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې کووډ۔19 لپاره په بېل كړې شويو 283 رنځوران دي۔ هېواد كښې د كورونا اېكټيو رنځورانو شمېره 34 زره 20 او د ځپلو مجموعي شمېره 9 لکھ 49 زره 175 ده۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه د دې رنځ نه 22 زره 7 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د كورونا 1 کروړ 41 لکھ 84 زره 24 ټېسټونه شوي دي۔ په ګرد هېواد كښې د كورونا درملنو له بېل كړې شويو 639 روغتونونو كښې دا مهال د 2 زره 497 رنځورانو درملنې روانې دي۔
د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 907 كېسونه رامخې ته شول۔ 30 كسان مړه ٬ په بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔19 كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ اېن سی او سی
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania