اسلام آباد 14 اپرېل(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پائيدار پرمختيائې اهداف(اېس ډي جيز)ته پاكستان اول پام لرنه كوي ٬د كووېډ 19 نه پس بحالي او د موسمياتي بدلون مخ نيوے او د حكومتي اقدامات د ملګرو ملتونو ايجنډې 2030 له مخې دي ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو اقتصادي او سماجي چارو محكمې(يو اېن ډي اي اېس اے)سيوري لاندې په ورچوئل توګه د پائيدار ترقياتي اهدافو(اېس ډي جيز)سرمايه كارۍ ميلې 2021 كښې د پاكستان پريزنټېشن پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔د نجي څانګې سرمايه كارو٬كاروباري ادارو٬نړيوالې سرمايه كارۍ لپاره پائيدار ترقي(ټي آئي اېس ډي)الائس غړو او دوه اړخيزه پرمختيائي ايكټرز٬حكومتونو٬د ملګرو ملتونو ايجنسو او نورو سټيك هولډرز ته خپل وېډيو خطاب كښې خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې اېس ډي جيز ته پاكستان اول پام لرنه كوي ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئېل اقتصادي سفارتكاري اوس د پاكستان خارجه پالېسۍ مهم جز دے۔پاكستان يو رامخې ته كېدونكے ماركيټ دے چرته چې په تندۍ سره پرمختګ كونكې معيشت كښې د سرمايه كارۍ لويې موقعې شته
پائيدار پرمختيائي اهدافو ته پاكستان اول پام لرنه كوي ۔شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada