اسلام آباد 19جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د شورو په ورځ د انډونيزيا خپل همڅنګ ريټنو ايل پي مرسودي سره ټيليفوني تماس نيولے ۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير پاکستان او انډونيزيا ترمينځه په اړيكو د اطمينان څرګندونې سره د دواړه هېوادونو ترمينځه ګڼ اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له خوښي څرګنده كړې۔خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د دواړه هېوادونو ترمينځه قوي سياسي خير سګالي بايد د تجارتي، اقتصادي او كلتوري اړيكو او د اولس په كچه تبادلو ته پراختيا وركولو له وكارولې شي۔خارجه وزير د اسلامي نړۍ وکالت کولو او هغه مخ په وړاندې بوتللو كښې د انډونيزيا کردار ستائلو سره په 19 دسمبر 2021 اسلام آباد كښې شوي د او آئي سي خارجه وزيرانو کونسل 17مې غير معمولي غونډه كښې د انډونيزيا خارجه وزير په فعاله ګډون كولو د هغه مننه وكړه۔ټولنه كښې د ميرمنو مهم كردار توثيق کولو سره دواړو خارجه وزيرانو جمهوري اقدار ته وده وركولو او هغه لا مستحکمولو كښې د ميرمنو پارلماني غړو په کردار زور راوړو۔په دې مهال دواړه خارجه وزيران د شريكې خوښې په ټولو چارو په ګډه كار كولو ته صلاح شول
د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي د انډونيزيا خپل همڅنګ ريټنو ايل پي مرسودي سره ټيليفوني تماس
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں