اسلام آباد۔19نومبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي عام وګړي ته د استوګنې آساني وركولو له په 100 زره كورونو كار روان دے٬ بېنك كورونه جوړولو له د 24 اربه روپو قرضې وركړې دي٬ په تېر وخت كښې كوم هم حكومت عام وګړي ته د استوګنې آسانۍ وركولو سوچ هم نه دے كړے ، د انفراسټركچر جوړولو دوه كاله موده ونيوله ٬ اوس به په دې منصوبه تندۍ سره كار كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ په فراش ټاؤن كښې د 4400 اپارټمنټس جوړولو منصوبې معائنې په مهال وكړه۔ د دې منصوبې بنياد د روان كال په اپرېل مياشت كښې اېښودلې شوې وو۔ وزيراعظم ووئيل په تېر وخت كښې كوم حكومت كم آمدن لرونكې او تنخوادارې طبقې ته د استوګنې آسانۍ وركولو سوچ هم نه ؤ كړې٬ دا د هغوي ترجيح نه وه، هم دغه سبب وو چې كور به يوازې هغه كسانو جوړولو كومو به چې پېسه لرله او عام وګړي لپاره دا يو خوب وو۔ هغه ووئيل د حكومت په وېنا اوس بېنك عامو وګړو ته كور جوړولو له قرضې وركول پېل كړي دي۔ هغه ووئيل هند كښې 10 فیصده، ملائیشیا كښې 30 فیصده او په لوئيديزو هېوادونو كښې 80 فیصده كورونه د بېنكونو نه قرضې اخستلو سره جوړولې شي او ددې په مقابله كښې پاكستان كښې په كال 2018 كښې دا شرح يوازې 0.2 فیصده وه۔ حكومت كم آمدن لرونكو طبقو لپاره د بېنكونو نه قرضې وركول پېل كړل٬ هاؤسنګ څانګې ته ئې مراعات وركړل٬ دې سره سره حكومت هاؤسنګ څانګه كښې سبسډي اعلان كړه۔ د 5 مرلې كور لپاره ئې په اولنو 5 كلونو كښې د 5 فيصده سبسډي وركولو پرېكړه وكړه٬ لاندې طبقې ته ئې په سروس چارج 2فيصده سبسډي وركړه او 10 مرلې كور لپاره ئې په اولنو 5 كلونو كښې 7 فيصده مارك اپ اعلان كړو۔ د اولنو يو لك كورونو جوړولو لپاره به د كور په سر 3 لكه روپۍ وركولې شي چې ورسره به د قرضو قسط كم شي۔ د حكومت هڅه ده چې يو عام وګړې چې كومې پېسې د كرايې په مد كښې وركوي نزدې دومره رقم د كور د قسط په صورت كښې وركولو سره به د كور مالك جوړ شي۔ حکومت د تعمير مصاريف كمولو له زيات رعايتونه وركړي او 90 فيصده ټېكسونه ئې كم كړي دي۔ وزیراعظم ووئيل دا مهال د يو لك كورونو په جوړولو كار روان دے٬ بېنكونو ته د 226 اربه روپو قرضې لپاره 61 زره خواستونه ترلاسه شوي دي او د كورونو جوړولو لپاره د 90 اربه روپو قرضو خواستونه منظور كړې شوي دي۔ بېنك تر دې دمه 24 اربه روپۍ وركړې دي۔ وزيراعظم ووئيل د فراش ټاؤن په 670 كناله زمكه 4400 اپارټمنټس جوړولې شي۔ په دې كښې به 2000 اپارټمنټس کم آمدن لرونكو طبقو ته وركولې شي او 400 اپارټمنټس كچي آبادو كښې پاتې كېدونكو ته به وركولې شي۔ وزيراعظم په منصوبه تندۍ سره د كار په كولو د اېف ډبلیو او ، سی ډی اے او نیاپاکستان هاؤسنګ اتھارټی ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ هغه ووئيل اولني دوه كاله د انفرسټركچر په جوړولو كښې لګېدلې ٬ انفراسټركچر بشپړ شوے ځكه اوس به كورونه ډېر تندۍ سره جوړولې شي
عامو وګړو ته د استوګنې آساني وركولو له په 100 زره كورونو كار روان دے٬ بېنك كورونه جوړولو له د 24 اربه روپو قرضې وركړې دي٬وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino