اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان قط?? سره نزدې او د ورورولۍ اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه معيشت٬تجارت او د سرمايه كارۍ پشمول بېلو څانګو كښې د م??ستې لا مستحكمولو بشپړ صلاحيت موجود دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د قط?? سفيرعلي مبارك علي عيسٰی الخطر سره په خبرو كښې كړی چا چې د زيارت په ورځ هغه سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د قط?? امير شېخ تميم بن حمد الثاني٬نائب امير شېخ عبدالله بن حمد الثاني او وزيراعظم شېخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم الثاني منه وكړه چا چې د وزيراعظم په ټاكلے كېدو د م??اركۍ پیغام رالېږلو ؤ ۔ده ووئيل پاكستان قط?? سره په خپلو نزدې٬ د ورورولۍ په اړيكو وياړ لري ۔ده ووئيل د پاكستان او قط?? ترمينځه معيشت تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې اړيكې د لا قوي كولو بشپړ صلاحيت موجود دے ۔ده ووئيل خاص سرمايه كاري سهولت كونسل(اېس آئي اېف سي)كوم چې د دوي په تېر دور كښې جوړ كړے شوے و اوس په يو موثر او د نتيجې وړ طريقه كار په توګه كار كوي او دا خبره باوري كوي چې غېر ملكي سرمايه كار د پاكستان مهمو څانګو يعني كركيلې٬انفارمېشن ټېكنالوج??٬ك??ن كني او معدنيات په څانګو كښې د سرمايه كا??ۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔وزيراعظم په غزه كښې د امن په هڅو كښې د قط?? مرسته هم وستائېله۔ده ووئيل دا امر ډېر افسوس ناك دے چې د روژې مباركې په مياشت كښې په غزه كښې د تشدد لړۍ روانه ده۔وزيراعظم په اګست 2022 او مارچ 2023 كښې د قط?? خپلو سركاري دورو ذكر كولو سره ووئېل د قط?? امير ته د پاكستان سركاري دورې كولو بلنه وركوو۔د هغه وينا وه چې د پاكستان اولس په نزدې سباؤن كښې د هغه د هركلي به منتظر وي۔دغسې د قط?? سفير د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه قوي اړيكو ته د ودې وركولو به پوره هڅه كوو
د پاكستان او قطر ترمينځه بېلو څانګو كښې د مرستې لا مستحكمولو بلها صلاحيت موجود دے ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر سفير سره خبرې
Macau Dream Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت