اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وف??قي كابينې غونډه د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په غونډه كښې ګډون كونكو سره په خبرو كښې ووئيل چې د سعودي سرمايه كار پلاوي پاكستان ته راتګ د سعودي عرب او پاكستان معاشي اړيكو كښې ډېر مهم پېشرفت دے۔هغه د دې دورې كاميابه جوړولو په لړ كښې وف??قي وزيرانو٬ افسرانو او اسټاف كاركردګي وستائله۔وفاقي كابينې د هوابازۍ وز??رت په وړاندېز د ائیر سیال د چين٬ملائېشيا٬سري لنكا٬تهائي لينډ٬تركيه٬برتانيه او كويت كښې د فلائيټ آپرېشنز پیل كولو منظوري وركړه۔ دا منظوري د نېشنل ايوي اېشن پالېسۍ 2023او ايئر سروسز ايګريمنټ له مخې وركړې شوې ده۔ وف??قي كابينې د تجارت وز??رت په سپارښتنه د اسلامي جمهوريه پاكستان او كنګډم آف كولمبيا ترمينځه د شريكې تجارتي كمېټۍ جوړولو په اړه په مفاهمتي يادښت د لاس ليك او د تعليم او فني تربيې وف??قي وز??رت په سپارښتنه ډائريكټورېټ جنرل آف اسپېشل ايجوكېشن د بشري حقونو وف??قي وز??رت څخه د تعليم او فني تربيې وز??رت ته د سپارلو منظوري هم وركړه۔ وف??قي كابينې د چين سرمايه كار منصوبه جات كابينې كمېټۍ په 30 اپرېل 2024 شوې غونډه كښې د شويو پريكړو توثيق هم وكړو۔
د وفاقي كابينې غونډه٬ د ايئر سيال چين٬ملائېشيا٬ سري لنكا٬تهائي لينډ٬تركيه٬ برتانيه او كويت كښې د فلائيټ آپرېشنز پیل كولو منظوري
Wild Bounty Showdown Entertainment official website
Islamabad : Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a meeting of the Federal Cabinet on 17 April, 2024.
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن