اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د هيواد معيشت په سياسي استحکام اډانه لري ٬ كوم هېواد چې په اقتصادي توګه مستحكم وي ھغه پرمختګ كوي٬ سياسي استحكام معاشي استحكام سره تړلے دې، په پنشن اصلاحا??و خبرې روانې دي٬ د كلن خرڅونو لويه برخه د ريټائرډ ملازمانو په پنشن كښې وځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پي ټي وي په هېډكوارټر كښې وفاقي وزيرانو عطاء تارړ او اورنګزيب سره د ګډې پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل وزيراعظم ??م?? كړے چې په حكومتي كچه شوې ټول كارونه دې اولس سره شېئ?? كړې شي، په بنيادي ډھانچه كښې اصلاحات زمونږ د اېجنډے برخه ده۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف غوښتنه ده چې ټېكس نېټ دې زيات كړې شي٬ وزيراعظم په اېف بي آر كښې د اصلاحات ذمه واري اخستې ٬ په اېف بي آر كښې ريفارمز د ايجنډې په ترجيحاتو كښې ده۔ ده ووئيل آئي اېم اېف دا هم غوښتنه كوي چې د برېښنا د غلا لاره دې ونيولې ??ي، د 2700 اربه روپو نه د زيات ټېكس كېسونه په عدالتونو كښې په التواء كښې دي٬ په دې كېسونو په سمدستي توګه پرېكړې پكار دي، پارلمان د ټيکس ټربيونل پحقله وړومبي قانون منظو?? كړې٬ د برېښنا د غلا مخنيوي لپاره هڅې روانې دي٬ د برېښنا د غلا مخنيوي او ټېكس وركول د قام په حېث زمونږ فرض دې۔ ده ووئيل چې په اېف بي آر كښې په تېرو څو ورځو كښې ځينې تقررۍ او تبادلې ??وې دي٬ د چارواكو د صلاحيت له مخې تعيناتۍ شوې دي٬ د ټېكس غلا٬ د انكم ټېكس عدم ادائيګي او د ټېكس د كمې ادائيګۍ مسئلې ??ل كول دي۔ ده ووئيل د معيشت په بحالۍ كښې د اېف بي آر كردار اهم دے۔
د هيواد معيشت سياسي استحکام سره تړلے دے ٬ په اقتصادي توګه مستحكم هيواد پرمختګ كوي٬ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ
Crazy Time Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ