اسلام آباد 08 جولائي (اے پي پي) د سېفران وفاقي وزير انجينئر ا??ير مقام سره د يو اين ايچ سي آر اعلٰې كچ پلاوي د كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر فليپو ګرانډي په مشرۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع د سېفران سېكرټري ظفر حسن، د كډوالو په اړه جوائنټ سېكرټري آغا وسيم احمد او د افغان كډوالو چيف کمشنر محمد عباس خان سره سره د سېفران او خارجه وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې انجينئر ا??ير مقام ووئيل پاكستان د تېرو 45 كالو راهسې افغان كډالو لپاره د يو اېن اېچ سي آر لخوا د پرله پسې م??ست?? اعتراف كوي۔ ده ووئيل پاكستان د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كوي او دوي ته د تعليم او صحت سهولتونو سره سره تحفظ هم وركوي۔ ده زياته كړه چې دا مهال 1.45 ميليونه رجسټرډ افغانان كارډ هولډرز دي او په دې كښې غېر رجسټرډ افغان كډال او د نورو وګړو لوئي شمېر شامل نه دے۔ وفاقي وزير اندېښنه ښكار كړه چې د افغان كډوالو م??ست?? كولو او د دوي پاكستان كښې كوربتوب لپاره پرمختيائي فنډز كم دے ۔ د يو اېن اېچ سي آر هائي كمشنر فلیپو ګرانډي د څلورو لسيزو څخه د زياتې مودې د افغان كډالو په كوربتوب كولو د پاكستان اولس او حك??مت ستائنه وكړه ۔ ده ووئيل يو اېن اېچ سي آر د كډوالو مسئلو په اره خبرو اترو لپاره په اكتوبر كښې د نړيوالې مكالمې تابيا كوي چې پكښې به پاكستان ته خاص بلنه وركولې شي۔ ده هيله ولرله چې دغه غونډه به په ګرده نړۍ كښې د كډوالو او پاتې نورو پسماندٶ كسانو م??ست?? له يو نوے اړخ او لارې راپېدا كړي۔ د اعلیٰ كچ په پلاوي كښې د يو اېن اېچ سي آر د سيمه ايز دفتر بنکاک ریجنل ډا??ری??ټر هائی کیونګ جون، د یو این ایچ سی آر د جنیوا هیډ کوارټرز د ترقۍ خاص سلاحكار هیرو ډي ویلروشے او د یو این ایچ سی آر د نړيوالکمیونیکیشن سروس مشر ایون واټسن شامل وٶ
پاكستان د لكهونو په شمېر د افغان كډوالو كوربتوب كوي او دوي ته د تعليم او صحت سهولتونو سره سره تحفظ هم وركوي ٬ د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام د يو اين ايچ سي آر اعلٰې كچ پلاوي سره خبرې
लाइव मनोरंजन शहर विश्वसनीय मनोरंजन प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔