اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د?? حکومت هېواد څخه د ??يپ??ټائټس سي خاتمې له عزم لري٬ د وزيراعظم پروګرام به هېواد څخه د تور زيړي خاتمې له مرس??يا??ه وګرځي، صحت، تعليم او په نورو څانګو كښئ د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره به خاص ټاسک فورس جوړولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ??يپ??ټائټس نړيوالې ورځ په موقع په پاکستان كښې د ??يپ??ټائټس سي خاتمې لپاره د وزيراعظم پروګرام پېل په موقع د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل د پي ډي اېم د 16 مياشتو حكومت هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړے٬ په دغه وخت كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف د بېلا بېلو څانګو پوهانو په پاكستان كښې سمټ رابللے چې پكښې ھغوي د هېواد مستحکم او تل پاتي پرمختګ لپاره په فائيو ايز مشتمله د وړاندېونو منصوبه وړاندې كړه چې پكښې د بېلا بېلو ترجيحاتو تعين وشو۔ ده ووئيل صحت صوبائي معامله ده خو پي اېس ډي پي كښې ??يپ??ټائټس، ذيابطيس، د مېندو غذائي قلت او په آبادۍ قابو موندلو لپاره صوبې پكښې شاملې كړې شوي۔ ده ووئيل وزيراعظم پاکستان ??يپ??ټائټس فري هېواد ګرځولو لپاره د ټولو صوبو د مشرانو غونډې رابللو پرېكړه كړې، د تور زيړي پشمول هېواد ته د رامخې ته چېلنجز مخنيوي لپاره به خاص ټاسک فورس جوړولې شي۔ ده ووئيل پرمختګ لپاره به مونږ له د حاضر وخت له مخې ځوانانو ته جديد تعليم وركو?? وي٬ د سكول نه بهر دوه كروړه 60 لكه ماشومانو ته به تعليم وركو?? وي۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره د قيادت او پاليسيو تسلسل ضروري دے٬ د اجتماعي هلو ځلو د لارې هېواد ته د رامخې ته مسئلو او چېلنجز مخنيوي كېدے شي۔ په دې موقع صحت لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر ډاکټر مختار احمد بھرتھ هم وېنا وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال د ??يپ??ټائټس سي مخنيوي لپاره د وزيراعظم د پروګرام پرانسته وكړه او په دې موقع په يوه اعلاميه لاسليك هم وكړے شو۔
حکومت هېواد څخه د هيپاټائټس سي خاتمې له عزم لري٬ د وزيراعظم پروګرام به هېواد څخه د تور زيړي خاتمې له مرستياله وګرځي۔ وفاقي وزيراحسن اقبال
Smurf Integrity Betting APP
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ