اسلام آباد۔17دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وز??ر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د صدر م??لك?? آصف علي زرداري لخوا د مدارس بل په اړه ترلاسه شوي اعتراضونه د پارليمان شريكې غونډې ته راوړل لازمي وو٬ وز??راعظم شهباز شريف په دې معامله كښې ذاتي خوښي لرلي او زما په شمول د مسلم ليګ ن مشرانو لارښودو ته يې دا ذمه واري سپارلې ده چې جے يو آئي ډلې سره په ګډه د آئين دننه د دې معاملې حل ولټوئ۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د مولانا فضل الرحمن د اعتراض په نكته وفاقي وز??ر اعظم نذیر تارړ ووئيل زمونږ م??رت??به د مولانا احترام كوي٬ مونږ دوئي سره پخوانے تعلق لرؤ۔ ده ووئيل د آئين د يو ادنا طالب علم په حېث به وضاحت لپاره ايوان ته يو تجويز وړاندې كړم۔ ده ووئيل د 26 م آئیني بدلونونو سره 5 بدلونونه د جے يو آئي لخوا رامخې ته شول ٬ مدارس سره اړوند بل د تېر حكومت د نيمګړې ايجنډې بل ؤ۔ ده ووئيل دا بل سېنټ او اسمبلۍ څخه منظور كړے شوے او وروستو د دې تصحيح هم شوې۔ د آئين آرټيكل 50 د پارليمان تشريح كوي چې له مخې يۍ صدر م??لك?? هم د ايوان برخه دے۔ كومه هم قانون سازي چې كيږي تر هغه وخت نيمګړې وي تر كومې چې دواړو ايوانونو څخه بل پاس شوے نه وي او دې څخه وروستو بل صدر م??لك?? ته لېږلے شي او بيا هغه بل لاس ليك كوي٬ آرټیکل 75 فعاله شي او د دې دوه برخې دي ٬ صدر م??لك?? ته بل لېږلے شي ٬ هغه په 10 ورځو كښې خپله رائے یرې وركړي يا د پارټ بي له مخې بل بېرته مجلس شوری ته سرهد پېغام ولېږي٬ده ووئېل په 28 اكتوبر د صدر م??لك?? پېغام پارليمان ته ترلاسه شوے ٬ بايد اوس د پارليمان شريكې غونډې ته بل لاړ شي٬ ولې چې كله بل صدر م??لك?? څخه د اعتراض سره بېرته راشي نو دا عمل ضروري شي۔ده ووئېل د آئین د آرټيكل 75 عمل پېل شي نو بيا د پارليمان په شريكه غونډه كښې د دې پاس كول لازمي دي۔ ده ووئيل وز??راعظم غو??ړي چې دا مسئله حل كړې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم هدايات دي چې زما په شمول په نائب وزیراعظم اسحاق ډار، رانا ثناﺀ ٬ سید نوید قمر، چوهدری سالک او نورو مشتمل يو ټیکنیکل کمېتي دې د صدرمملکت لخوا د رالېږلې شوو اعتراضونو د آئين دننه حل ولټوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې كه ضرورت وي نو حكومت د پارليمان شريكه غونډه رابللو له هم چمتؤ دے۔ ده ووئيل قانون سازي به د اسلام آباد تر حد وي او كه صوبې هم دې څخه لارښودنه ترلاسه كولو له قانون سازي كول غو??ړي نو كولې شي۔
د صدر مملكت آصف علي زرداري لخوا د مدارس بل په اړه ترلاسه شوي اعتراضات د پارليمان شريكې غونډې ته راوړل لازمي وو: د قانون وفاقي وزير
लाइव कैसीनो प्रतिष्ठित सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ