اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په هدايت په سی۔ 14 سېکټر كښې پرمختيائي ??ارونه پېل كړې شوي۔ د پلاټس بکنګ تر 30 دسمبر او الاټمنټ لپاره اوپن قرعه اندازي به په 14 جنورۍ كيږي۔ وفاقی وزیر د نوې جوړېدونكي سېکټر سی-14 دورہ وكړه او د پرمختيائي ??ارونو يۍ بشپړ جاج واغست۔ وفاقي وزير سي ډي اے ته د سېکټر سی 14 پرمختيائي ??ار تر 15 فرورۍ د بشپړولو ټاسك وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل سېکټر سی۔ 14 په خاص توګه اوورسیز پاکستانیانو او ځايي كسانو له جوړولې شي۔ سېکټر سي ۔ 14 د اسلام آباد په پرائم لوکېشن كښې دے۔ وفاقي وزير هدايت وكړو چې د پرمختيائي ??ارونو بشپړېدو سره دې الاټيز ته د هغوي د پلاټس قبضه وركړې شي۔ په دې موقع وفاقي وزير د سي ډي اے چارواكو ته د قبضه مافيا په ضد د ك??ررواي?? كولو هم امر وكړو۔ ده ووئيل د مارګله هلز نېشنل پارك په زمكه دې قبضه مافيا سره هېڅ رعايت ونكړے شي۔ د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا وفاقي وزير ته د پرمختيائي ??ارونو په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل په سېکټر سی۔ 14 كښې اوورسيز ??اكستانيانو ته خصوصي پام لرنه كولې شي۔ په سېکټر سی۔ 14 كښې پلاټس ترلاسه كولو له تر 30 دسمبر 2024 بکنګ كېدے شي۔ ده وفاقي وزير ته د سېکټر آئی 11 پرمختيائي ??ارونو په اړه هم بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د سېکټر آئی 11 پرمختيائي ??ار وروستي پړاؤ څخه تېرېږي او ډېر زر به الاټيز ته وركړې شي۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سېكټر سي – 14 دوره ٬ د پرمختيائي كار جاج واغستلے شو
Golden Blitz Entertainment Reliable Website
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ