ملګري ملتونه ۔28جون(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د لويې اختر په موقعه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د مړانې هڅو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو س??ه د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د لويې اختر ??با??كي وركړې ده۔ ده په امريكا كښې د جون په 28 مه نېټه د لمانځل كېدونكي لويې اختر په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د اختر په موقعه د ??سل??م د نه بدلېدونكو اصولو له مخې هغه ټولو س??ه بايد د يو والي څرګندونه وكړې شي كوم چې د جبر ٬ جنګ ٬ وبا ٬ استحصال او د غېر ملكي تسلط لاندې په ژ??ند كولو مجبور دي۔ ده ووئيل دا اختر بايد په مقبوضه كشمير كښې زمونږ مېړنو وروڼو خوېندو لپاره امن او سوكالي راوړي كوم چې خپلې آزادۍ لپاره بلها قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ د اختر په دې موقعه په نړيواله كچه د لوږې ختمولو او په نړۍ كښې ظلم او امتيازي سلوك لمينځه وړولو له د خپل عزم پخلې وكړؤ۔ ده ټولو مسلمانانو ته د لويے اختر ??با??كي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هي??و څرګندونه وكړه۔
د پاكستان مستقل استازي منير اكرم د كشميري اولس ستړو ته د عقيدت پېرزونې ٬ مسلمانانو ته د اختر مباركي
Buffalo wins online entertainment site
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج