مکه مکرمه، 25 جون (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سېنېټر طلحه محمود د سعودي عربستان د مثالي حج انتظاماتو ستائنه كولو سره مذهبي همغږۍ او د مذهبونو ترمينځه تفاهم ته وده وركولو له احتياط سره د منصوبې بندۍ او جذبې سره د كار كولو په حاجت زور راوړے دے۔ ده د اتوار په ورځ په مك?? مكرمه كښې د سعودي عربستان د حج وزير توفیق الربیعه سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ په ملاقات كښې د حج وزير توفیق الربیعه د پاکستان حج مشن لخوا حج كوؤنكو ته د وركړې كېدونكو آسانيو او د دوئي لپاره شويو انتظاماتو څخه خبر كړو۔ سېنېټر طلحه محمود ووئيل پاكستان په مك?? مكرمه او مدينه منوره كښې خپلو عازمينو له د استوګنې غوره ځايونه برابر كړي دي۔ ده ووئيل مونږ هر يو حاجي ته قربانۍ لپاره 55,000 روپۍ بېرته وركړې دي۔ وفاقي وزیر طلحه محمود د روډ ټو مك?? پراجېكټ ګټې ذكر كولو سره سعودي لارښود ته خواست وكړو چې تر راروان حج سيزن دې دې تاريخي منصوبې ته تر كراچۍ او لاهور پراختيا وركړې شي۔ په مدينه منوره كښې د پاكستان هاؤس منتقل كېدو په مع??مل?? رڼا اچولو سره وفاقي وزير ووئيل پاکستان حج مشن ته دې د مقدس ښار په مركزي سيمو كښې يو نوې عمارت وركړے شي۔ په دې موقعه د سعودي حج وزير ووئيل سعودیه راتلونكي سيزن لپاره د حج خرڅونو كمولو له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل سعودي عربستان به د سعودي ويژن 2030 لاندې روډ ټو مك?? منصوبه د پاكستان تر نورو ښارونو پ??اخ?? كړي۔ ده د پاک سعودیه دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا له د خپل عزم پخلې هم وكړو
د مذهبي چارو وفاقي وزير طلحه محمود د سعودي عربستان د مثالي حج انتظاماتو ستائنه وكړه
Han Palace Banquet Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر