لاهور۔15دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي سركاري افسران دې د اولس خذمت كولو كښې كومه بې ??ور?? نه كوي٬ د ټيم ورك د لارې مونږ كوم هم كار په غور ډول كولے شوو٬ مونږ جمهوريت لپاره ډېرې هلې ځلې كړې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سول سروسز اکېډمۍ كښې د سپېشلائزډ ټرېننګ پروګرام د لاندې تربيه بشپړؤنكو د پاکستان اېډمنسټرېټو سروس 46 فسرانو ته د ايوارډز او سندونو وركولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په تربيه بشپړونكؤ كښې د پنجاب، سندھ او بلوچستان پشمول د ټولو صوبو افسران شامل وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ډاكټر عارف ووئيل اېډمنسټرېټو افسرانو ته د انسانيت خذمت كولو وئېلے شي۔ ده تربيه ترسره كوؤنكو افسرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دوي ته ووئيل خلقو لپاره آسانۍ رامخې ته كړې۔ صدر مملكت په دوي زور راوړو چې په خپلو خپلو څانګو كښې د اولس خذمت كولو كښې هېڅ بې ??ور?? ونه كړئ۔ ده ووئيل نورو سره د مرستې كولو نه غېر تاسو خوشحاله پاتې كېدې نه شۍ۔ ده ووئيل تر ټولو اول خپل ځان سره مينه وكړې ٬ د نورو په اړه زړونو څخه كركه لرې كړۍ٬ خپلې كورنۍ سره د مينې مزل پېل كړئ٬ ګاونډيانو سره مينه وكرې ٬ دغسې انسانيت او بيا رسول پاك ا?? پاك پروردګار سره مينه وكړې ٬ ده ووئيل ستاسو لائف سټائل بايد داسې وي چې خلق تاسو ته نزدې راشي۔ د خپلې ډيوټۍ په سيمو كښې د جمعې د مونځ ??ولو اهتمام كوئ ٬ خلقو سره په ملاقاتونه كولو مسافت كمېدے شي۔ د خپلې وېنا په اخر كښې ده كورس ب??پړؤنكو له مباركي وركړه۔ په دستوره كښې صدر مملكت د تربيې په مهال د ??ور?? كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو ته شيلډز او ايوارډونه وركړل۔ په نصابي او غېر نصابي فعاليتونو كښې د ??ور?? كاركردګۍ په څرګندونه صدر مملكت سلمان یوسف له ګولډ مېډل وركړو
چارواكي دې د اولس په خذمت كښې كومه بې غوري نه كوي ٬ خلقو لپاره دې آسانۍ راپېدا كړي٬ د صدر مملكت سول سروسز اكېډمۍ كښې خطاب
FTG card game entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی