پېنډې 13 مئي (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په كنټرول لائن تعينات ځوانانو سره اختر ولمانځلو او د هغوي د جذبې ئې ستائنه وكړه. جنرل قمر جاوېد باجوه په پاكستان كښې امن او استحكام لپاره دعا وكړه او د ځوانانو جذبه ، خواري او وظيفه اي تيارې ئې وستائيلې. آرمي چيف د كورونا مخ نيوي لپاره د فارمېشن سول انتظاميې سره د مرستې ستائنه هم وكړه. د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه هېواد لپاره قربانې وركوونكو شهيداتو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره ووئيل چې پاك پوځ به د قوم په هيلو پوره ختلو لپاره هر يو اقدام كوي. د پاكستاني اولس امنيت، تحفظ او فلاح زمونږ ذمه واري ده. ده ووئيل چې بايد د اختر په مهال په كشمير كښې هڅې كوونكي بهادر كشميريان هېر نه كړے شي. وخت راغلے چې په كشمير كښې انساني الميه اوس ختم كړې شي. د كشمير مسئله دې د كشميريانو د خواهشاتو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي.
د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په كنټرول لائن تعينات ځوانانو سره اختر ولمانځلو
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena