اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د وړو پورونو د لارې ژوند بدلول د ډاكټر امجد ثاقب “اخوت”وژن په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره يو غوره مثال او د غربت په ضد يوه زوره وره وسله ده۔ د برتانيه انډيپنډنټ ورځپاڼې اشياء اېډيشن كښې تېره ورځ د ډ??کټ?? امجد ثاقب د”اخوت فاٶنډېشن” هلې ځلې په غوره ټكو ستائيلو سره نړۍ اختيار منده جوړولو او په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره د ډ??کټ?? امجد ثاقب د مائيکرو فنانس وژن د يو غوره ماډل په توګه رامخې ته كړے ٬ د برتانيه ورځپاڼې خپل آرټيكل كښې وئيلي دي نړيوال ايوارډ اغستونكې ډ??کټ?? امجد ثاقب په وړه پېمانه د قر??ونو د لارې د غريبانانو او وروستو پاتې خلقو ژوند بدلولو كښې كليدي كردار لوبوي٬ په مضمون كښې وئيلي شوي د نړيوال غربت ختمولو په لړ كښې ډ??کټ?? امجد ثاقب د اميد او جدت علامت په توګه رامخې ته شوے چا چې خپلو ملګرو سره په ګډه د داسې ماډل بنياد اېښودے كوم چې نه يواځې د بې وځله كورنيو ژوند بدل كړے بلكې په سماج كښې ئې يو نوے نظام معرفي كړے۔ د ورځپاڼې له مخې د مائيکرو فنانس په څانګه كښې ډ??کټ?? امجد ثاقب يو چيمپيئن دے او د دوي معرفي كړے ماډل يواځې يو مالياتي نظام نه دے بلكې د سماجي بدلون يوه زوروره ذريعه ده٬ د اخوت باني چيئرمين ډ??کټ?? امجد ثاقب په كال 2001 كښې د سل ډالرو څخه د سود نه پاك مائيکرو فنانس ادارې بنياد اېښودے او تر اوسه د يو ارب ډالرو وړې قر??ې ئې وركړي كومو چې د 60 لكه كورنيو ژوند بدلولو له مرسته كړې او د كومو په اعتراف كښې چې ډ??کټ?? امجد ثاقب ته په كال 2021 كښې رامون مېګسېسے ايوارډ وركړے شوے كوم چې د (اشياء نوبل انعام برابر ) دے، په كال 2018 كښې د اسلامي اقتصاديات ايوارډ او په 2022 كښې نوبل امن انعام لپاره هم نومولے شوے٬ دغ??ې دوي ته په كال 2023 كښې د ګلوبل مين آف دي ډيکيډ ايوارډ، ورلډ اکنامک فورم، شواب فاؤنډيشن، او د ملکه الزبتھ دوم د ‘پوائنټس آف لائټ’ ايوارډ هم وركړے شوے۔ په مضمون كښې ليك دي چې ډ??کټ?? ثاقب او د اخوت ماډل غېر روايتي دے او دا د پسماندہ طبقو رامخې ته كولو يو نېټ ورك جوړوي۔ په مضمون كښې وئيلي شوي چې كله نړۍ معاشي عدم مساوت او د نړيوال فشار پشمول پېچلو معاشي چېلنجونو سره مخ ده٬ د ډاكټر امجد ثاقب دا وژن د تل پاتې سماجي او معاشي پرمختګ بنياد ګرځېدے شي۔
د وړو پورونو د لارې ژوند بدلول د “اخوت” وژن په نړيواله كچه د غربت خاتمې لپاره يو غوره مثال٬ د غربت په ضد يوه زوروره وسله ده، د برتانيي ورځپاڼه
Werewolf Hunting Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ