جمعيت علمائے اسلام به خپل پارلماني كردار لوبوي٬ مونږ به په اسمبلۍ كښې نمائندګي كوٶ۔ د مولانا فضل الرحمان پرېس کنفرنس
Unicorn Tips Official Entertainment Link
APP36-140224
ISLAMABAD: February 14 President of Jamiat Ulema-e-Islam (F), Maulana Fazal Ur Rehman addresses a media talk at G-6/4. APP/SMR/MAF/TZD/ABB
اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ??ئيلي دي چې جمعيت علمائے اسلام به خپل پارلماني كردار لوبوي٬ پارلمان ته به خپل پارلماني حېثيت سره ځ?? او خپل غږ به پورته كوٶ٬ مونږ به په اسمب??ۍ كښې نمائندګي كوٶ۔ د شورو په ورځ د جمعيت علمائے اسلام د مرکزي مجلس عامله نه وروسته پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مولانا فضل الرحمان ??وئيل مونږ خپل موقف وړاندې كوٶ٬ زما بيان د مرکزي شورٰې بيان دے٬ يو ګوند سره به اتحاد نه كوٶ٬ مونږ تحفظات ل??و خو مونږ داسې نه دي وئيلي دي چې مونږ ګني اسمبلۍ پرېږدو، د اسمبليو د انتخابي نتيجو په اړه زمونږ موقف په واضح توګه رامخې ته شوې په دې كښې هېڅ ابهام نشته۔ ده ووئيل مرکزي مجلس عامله د جمعيت علمائے اسلام مرکزي مجلس عمومي ته سفارش كړے دے چې ھغه دې د جمعيت د پارلماني سياست په اړه پرېكړه وكړي٬ په دې لړ كښې به د څلورو واړو صوبو د مجالس عمومي غونډې په مركزي ځايونو كښې رابللے شي دغسې چې د مرکزي مجلس عامه د پرېكړو په اړه صوبې په اعتماد كښې واخستې شي ۔ ده ووئيل مونږ به د فرورۍ په 22مه نيټه په اسلام آباد كښې د عمومي كونسل سره غونډه كوٶ٬ په 25مه فرورۍ به په بلوچستان ??ښې خپل صوبائي عمومي کونسل سره ناسته كوٶ ٬ د فرورۍ په 27مه نيټه به مونږ په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې ضلعو سره په پېښور كښې بېټهك كوٶ٬ دغسې په 3م مارچ به كراچۍ كښې د سندھ عمومي كونسل سره غونډه كوٶ او په پنځم مارچ به په لاهور كښې د پنجاب عمومي كونسل سره غونډه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځ??اب مولانا فضل الرحمان ??وئيل چې پي ټي آئي سره زمونږ اختلافات د چا نه پټ نه دي خو ايوان خو د ټولو دې٬ تحريك انصاف سره شخصي نه د سوچ اختلاف دے كوم چې به ډېر سر سم شي٬ جمعيت يو نظرياتي قوت دے٬ د هېواد په كورني نظام او نړيوالو م سئلو به د كم مصلحت يا سودا ښكار كېږي نه ٬ مونږ په افغانستان ??ښې د امارت اسلاميه استحکام او د پاکستان او افغانستان د سوله ايزو اړيكو پحقله كردار لوبولې دے، جمعيت علمائے اسلام د اسرائيل د رياستي ترهګرۍ په ضد د فلسطين د موقف ملاتړ كړې۔ په دې موقع سېنېټر عبدالغفور حېدر٬ اكرم خان دراني او نور هم موجود وو۔