اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ پ?? عدالتي احكامات عمل كولو سره د شورو په ورځ د بې دركه بلوڅو كسانو په كېس كښې اسلام آب??د هائيكورټ ته وړاندې شو۔ جسټس محسن اختر كياني د بې دركه زده كوٶنكو د كېس سماعت وكړو ٬ په دې موقع نګران داخله وزير ډاكټر ګوهر اعجاز خان او اټارني جنرل آف پاكستان منصور عثمان اعوان هم موجود وٶ٬ د سماعت په مهال نګران وزيراعظم ووئيل حكومت د آئين او قانون له مخې كار كوي٬ بلوچستان سره د تعلق په سبب زه د صوبې د صورتحال په اړه زيات علم لرم٬ هلته خلق وسله وال مقاٶمت سره مخ دي٬ په بلوچستان كښې د غېر رياستي عناصرو هڅې هم رامخې ته شوي ٬ ??غس?? انكوائري كونكے د بلوچستان يو پخوانے چيف جسټس عسكريت خوښو شهيد كړے٬ بلوچستان د دوه لسيزو راهسې ترهګرۍ سره مخ دے٬ دې مسئلې حل كولو ته اړتيا ده ٬ده ووئېل بايد ټول سياسي ګوندونه په ګده ?? دې مسئلې حل ولټو??۔ نګران وزيراعظم ووئيل آئين د ټولو وګړو حفاظت باوري كوي او دوي رياست سره د غېر مشروط وفادارۍ د څرګندونې هم پابند جوړوي٬ جسټس محسن اختر كياني په ريماركس كښې ووئيل دوه كاله راهسې د بې دركه كسانو د كېس يو شمېر سماعتونه شوي ۔ ده ووئيل د بې دركه كسانو د راخوشي كولو كرېډټ حكومت او اړوندو ادارې لري ۔ د اټارني جنرل لخوا په وړاندې كړي رپورټ كښې عدالت ته ووئيل شول چې 11 نور زده كوٶنكي بازياب شوي٬ د هغوي په ضد مقدمې درج كېدو نه پس دغه كسان د سي ټي ډي په تحويل كښې دي او ھغه دوه كسان د افغانستان وو٬ عدالت چارواكو ته امر وكړو د سي ټي ډي په تحويل كښې د موجودو كسانو په ضد د مقدمو تفصيلات درخواست كوٶنكو ته وركرئ
نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په عدالتي احكامات عمل كولو سره د بې دركه بلوڅو په كېس كښې اسلام آباد هائيكورټ ته وړاندې شو
Wild Bounty Showdown official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا