قاهره 18دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم ډي ايټ م??را??و غونډه كښې ګډون لپاره قاهره ته رسېدلے دے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د 18 نه تر 19 دسمبر قاهره كښې كېدونكې د پرمختګ كوونكو 8 هېوادونو 11مه د م??را??و غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشرۍ لپاره د مصر په سركاري دوره قاهره ته رسېدلے دے ۔د عرب جمهوريه مصر د پبلك بزنس سيكټر وزير محمد شميمي او په قاهره كښې د پاكستان سفارت عملې په هوائي اډه د وزيراعظم هركلے وكړو ۔ د 11م ډي ايټ سمټ موضوع”ځوانانو كښې سرمايه كارۍ او سمال ميډيم انټر پرائزر ته وده وركول:كل معيشت جوړول”دي۔م??را??و غونډه كښې به وزيراعظم يو قوي او جامع معيشت جوړولو لپاره د ځوانانو او سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز(ايس ايم ايز)كښې د سرمايه كارۍ په اهميت خبرې كوي۔وزيراعظم به مينځني ختيز كښې د اسرائيلي يرغل په نتيجه كښې په راپیدا شوي صورتحال غور له غزه او لبنان كښې د بشري بحران او تعمير نو په چېلنجونو د ډي ايټ خاص م??را??و غونډه كښې ګډون كوي۔م??را??و غونډې په موقع د وزيراعظم ګډون كوونكو لارښودو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كېږي۔پاكستاني پلاوي كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ شامل دي۔ په كال 1997 كښې استنبول كښې جوړ كړے شوې٬ډي ايټ آرګنائزېشن فار اكنامك كوآپرېشن ته ډويلپنګ – 8 هم وئېلي كيږي٬ دا د بنګله دېش٬مصر٬انډونېزيا٬ايران٬ملائيشيا٬نائيجريا٬پاكستان او تركيې ترمينځه د پرمختيائي مرستې يو تنظيم دے۔د دې تنظيم مقصد د غړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي مرسته زياتول دي دغسې چې اقتصادي پرمختګ ته وده وركړې شي او د كركيلې٬تجارت٬تګ راتګ٬صنعت٬توان او سيلګرۍ كښې ښه والي او مرستې زياتولو ت هد پام لرنې كولو سره د ژوند معيار ښه كړے شي۔
وزيراعظم ډي ايټ مشرانو غونډه كښې ګډون لپاره قاهره ته ورسېد
GEM Electronics Credible Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار