اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)د سې??ېټ چيئرمې?? محمد صادق سنجراني بين الپارليماني ائتلاف(آئي پي يو)ته تجويز وركړے چې د سې??اب له امله د پاكستان بحراني صورتحال دې د بين الپارليماني ائتلاف راتلونكې غونډه كښې د بېړني ايجنډا آئټم په توګه شامل كړے شي كومه چې كيګالي٬راونډا كښې سږ كال د اكتوبر په مياشت كېږي۔د سې??ېټ سې??رټرېټ له مخې د سې??ېټ چيئرمېن د ستمبر په 12مه نېټه كال 2022 د آئي پي يو صدر ته يو خط ليكلے چې پكښې يې وئېلې شوي پاكستان د ګڼ اړخيزه پارليماني پليټ فارم په توګه د آئي پي يو كردار ته د قدر په سترګه ګوري٬په دې سخت وخت كښې آئي پي يو له پاكستان سره نوره مرسته پكار ده ٬نړيوالې ورورولۍ له د پرمختګ كوونكو هېوادونو مرسته پكار ده كوم چې دا مهال د موسمياتي بدلون له امله سخت زيان سره مخ دي۔د آئي پي يو صدر سره د اوسنو خبرو په مهال د سې??ېټ چيئرمېن په دې خبره هم زور راوړے چې آئي پي يو دې د ټولو لوي تنظيم په حېث خپل كردار ادا كړي۔ده د موسمياتي بدلون د يوې بلې وركنګ ډلې جوړولو تجويز هم وركړو دغسې چې ټول غړي هېوادونه په دې عمل كښې شامل شي۔د آئي پي يو صدر دې تجويز سره اتفاق وكړو او د كيګالي په غونډه كښې د پاكستان اوسنے سې??ابي صورتحال د بېړني آئټم په توګه د شاملولو وعده هم وكړه۔د سې??ېټ چيئرمېن د آئي پي يو صدر پام د اوسني سې??اب پلو راګرځولو كښې وئېلې دي بې شمېره انساني مصائب او د 1400 ځانونو زيان شوے٬د هېواد په دريو كښې يوه برخه په اوبو كښې ډوبه ده ٬ 12 لكه كورونه تباه شوي ٬په مجموعي توګه 33 ملين خلق ځپلې شوي۔د دې څخه پاكستان ته د 10 اربه ډالره څخه زيات معاشي زيان هم رسېدلے۔۔د سې??ېټ چيئرمېن په خپل خط كښې وئيلې دي موسمياتي بدلونونه اوس د انساني پرمختګ عمل څو لسيزې شاته بيائي۔ده ووئيل 200 ملين خلق د موسمياتي بدلون زياتو اثراتو په سبب تر ټولو زياتو ځپليو كښې شامل دي۔د سې??ېټ چيئرمېن دوست او آئي پي يو غړو هېوادو??و ته دا دواړه خطونه لېږلي چې دغسې پاكستان كښې اوسنې سې??اب صورتحال د آئي پي يو په راتلونكې غونډه كښې د بېړني ايجنډا آئټم په توګه د شاملولو ملاتړ وكړي
د سېلاب له امله د پاكستان اوسنے بحراني صورتحال دې د بين الپارليماني ائتلاف د راتلونكې غونډې په ايجنډا شامل كړے شي۔د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د آئي پي يو صدر ته خط
Super Sic Bo official platform
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2