لاهور۔9اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شه??از شريف وئيلي دي چې کاميابۍ لپاره به د سيرت طيبه او صحابه کرامو په نقش قدم تلل وي٬ مونږ د ايمان ٬ يو والي او تنظيم په اصولو عمل كولو سره ??پل هېواد د پرمختګ په لاره روانولې شؤ۔ د فلاحي ټولنې جوړولو له به عدالتي نظام او ښه حكومتداري ٬ ارزانې درملنې ٬ زده كړې او نورې ټولې آسانۍ برابرول وي٬ د سياست په ځائې د درې كروړه دېرش لك?? سېلاب ځپلو بحالي زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ وزيراعظم د اتوار په ورځ د عيد ميلاد النبي (ص) په لړ كښې په ماډل ټاؤن كښې سيرت النبي (ص) كنفرنس ته خطاب كولو۔ په دې موقعه د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن ٬ حمزه شه??از ٬ ډاكټر علامه محمد راغب حسېن نعيمي ٬ د اسمبلۍ غړي ٬ علماﺀ كرام او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزیر اعظم شه??از شریف ووئيل نبي عل??ه السلام چې په كوم دور كښې تشريف راوړو هغه د ت??ار?? دور وو٬ انسانيت د غلامۍ په زنځيرونو كښې تړلې شوې وو٬ ژوندۍ لونړا به دفن كولې شوې۔ په دې حالاتو كښې نبي عل??ه السلام د يو روڼ او روښانه سحر په توګه رامخې ته شو۔ نبي عل??ه السلام د علم او او اخلاقو په اعلی درجه وو۔ د دوئي دښمنانو به هم د دوئي تعريف كولو۔ ده ووئيل د رياست مدينې نه مونږ ته ډېر درسونه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د نبي عل??ه السلام په محنت سره د مدينې رياست جوړ شو كوم كښې چې ټول د قانون په وړاندې برابر وو۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا زمونږ په ټولنه كښې د عدل په وړاندې ټول برابر دي۔ د بهتان او دروغو د لارې مخالفين بې ګناه په زندانونو كښې اچولې شي۔ ده ووئيل نن درې كروړه 30 لكه كسان سېلاب ځپلې دي٬ آيا زمونږ جذبه هغه ده كومه چې د انصار وه۔ ده ووئيل نن هم ځينو خلقو ته د سېلاب ځپليو د مرستې كولو په ځائې ??پل سياست زيات عزيز دے۔ ده ووئيل كه بېت المال ٬ توشه خانه د ذاتي ګټې وسيلې دي نو آيا د مدينې په رياست كښې د دې تصور شته۔ ده ووئيل وزيراعظم شه??از شريف وئيلي دي چې د کاميابۍ لپاره به د سيرت طيبه او صحابه کرامو په نقش قدم تلل وي٬ مونږ د ايمان ٬ يو والي او تنظيم په اصولو عمل كولو سره ??پل هېواد د پرمختګ په لاره روانولې شؤ۔ د فلاحي ټولنې جوړولو له به عدالتي نظام او ښه حكومتداري ٬ ارزانې درملنې ٬ زده كړې او نورې ټولې آسانۍ برابرول وي٬ د سياست په ځائې د درې كروړه دېرش لك?? سېلاب ځپلو بحالي زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ ده ووئيل مونږ بايد دا هېر نه كړؤ چې مونږ به ددې دنيا نه ځو او نه يوازې دا چې د ??پل پروردګار په وړاندې به اودرېږؤ بلكې د شافع كائنات په وړاندې به هم پېش كېږو۔ مونږ به هغوي ته په كوم مخ وړاندې كېږو۔ كنفرنس ته د پنجاب ګورنر بليغ الرحمن هم خطاب و كړو۔ ده ټولو ګډون كوؤنكو ته د ميلاد النبي مباركي وركړه۔ په ??پل تقرير كښې ده ووئيل چې يو غېر ملكي مصنف ډاكټر مائيكل د نړۍ په 100 تر ټولو سترو شخصياتو كتاب وليكلو نو په هغې كښې يۍ په اولني لمبر د نبي عل??ه السلام نامه درج كړه او ددې وضاحت كولو سره يۍ ووئيل چې نبي عل??ه السلام هغه شخصيت دے كوم ته چې د دنيا په هر مېدان كښې كاميابي ترلاسه شوې ده۔ په دې موقعه نورو مقررينو هم خطاب وكړو۔
کاميابۍ لپاره به د سيرت طيبه او صحابه کرامو په نقش قدم تلل وي٬ مونږ د ايمان ٬ يو والي او تنظيم په اصولو عمل كولو سره خپل هېواد د پرمختګ په لاره روانولې شؤ۔ د وزيراعظم شهباز شريف سيرت النبي كنفرنس ته خطاب
No Commission Baccarat Game Card Online Betting
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس