ملګري ملتونه ۔13جنوری(اے پی پی) پاکستان د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو تنظيم جی ۔77 او چین چیئرمېن شپ په باضابطه توګه كيوبا ته سپارلې۔ د 134 كسيزه ګروپ چيئرمېن شپ منتقلۍ دستوره په ټرسټي شپ كونسل كښې وشوه۔ دستورې ته د پاكستان خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وډيو خطاب وكړو۔ ده ووئيل د ګروپ چيئرمېن شپ د كيوبا خپل همڅنګ او خپل ملګري برونو روډرېګوئيز پارلا ته په منتقل كولو وياړ محسوسوم۔ ده ووئيل د پاكستان په مشرتابه كښې پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته په پېښو چېلنجونو د قاب?? موندلو اجتماعي عزم او په يووالي د اډانه هڅو مثبت نتيجې رامخې ته كېږي۔ د خارجه وزير له خطاب څخه وروستو په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مېنر اكرم د ګروپ “ګرېول” د كيوبا خارجه وزير ته وسپارلو۔ د ګروپ نوي چيئرمېن په خپل خطاب كښې د تېر كال 2022 په مهال په غوره مشرتابه كولو د پاكستان د هڅو ستائنه وكړه۔ پاكستان د دې ګروپ په مؤسس غړو كښې شامل دې او د دې ګروپ چيئرمېن شپ ذمه وارۍ يۍ د تېر كال جنورۍ مياشتې به 14 مه نېټه ترلاسه كړې وې۔ د پاكستان د چيئرمېن شپ په موده كښې ګروپ د ملګرو ملتونو په ايجنډا كښې پرمختګ ته مركزي اهميت وركړو او پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ته د كووډ – 19 نړيوالې وبا ٬ د ماحولياتي بدلونونو مخ په زياتېدونكو منفي اغېز ٬ اقتصادي عدم توازن ٬ د قرضو بحران ٬ ګرانۍ ٬ د خوراكي موادو عدم تحفظ او شخړو په څير پیښو نورو چېلنجونو مخنيوي كښې يۍ مهم كردار تر??ره كړو۔ په خپل خطاب كښی خارجه وزير ووئيل پاكستان دې څخه وړاندې د دې ګروپ درې وارې مشري كړې ده۔ ده ووئيل د پاكستان په مشرۍ كښې ګروپ د پورته ذكر كړې شويو چېلنجونو مخنيوي لپاره يو شمېر لوظنامو كولو او منظم غبرګون ته حتمي شكل وركولو كښې كاميابي ترلاسه كړه۔ په دې كښې په فنانسنګ فار ډویلپمنټ فورم كښې د تلپاتي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو لوظنامه ، هائی لېول پولیټکل فورم كښی د پرمختيائي ه??فونو ترلاسه كولو په تګلاره مباحثه ٬ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په 77 مه غونډه كښې په لويو اقتصادي ٬ پرمختيائي او ماحولياتي چار?? موافقه ٬ په کوپ۔27 كښې د لاس اېنډ ډېمېج فنډ جوړولو تاريخي پرېكړه او تېره مياشت د ګروپ په وزارتي كنفرنس كښې د غذائی ، ایندھن او مالیاتی بحرانونو اغې??ې كمولو له فوري او ډھانچه جاتي اقداماتو ??ره په اړوند يو دريځ له موافقه ترلاسه كول په خاص توګه د ذكر وړ دي چې ور??ره د تلپاتې پرمختيائي اهداف 2030 او ماحولياتي تحفظ لپاره په پېرس لوظنامه پېشرفت كښې مرسته ترلاسه شوې ده۔ دا اقدامات د دې خبرې ثبوت دې چې يو والي او اجتماعي هڅو ??ره مونږ پرمختګ او سوكالۍ ته په پېښو چېلنجونو قاب?? موندلو له مطلوبه پرېكړې كولې شؤ۔ ده ووئيل د دې مقصدونو ترلاسه كولو له به د ګروپ غړو له د يو والي څرګندونه كول وي دغسې چې په تلپاتې پرمختيائي ه??فونو د روان كال په مهال كېدونكې د مشرانو غونډه او كوپ – 28 كښې نورې كاميابۍ ترلاسه شي۔ په دې لړ كښې د ګروپ مالي ستونزو ??ره د مخ 60 هېوادونو په قرضونو كښې ريليف او ري سټركچرنګ ٬ لوږې ??ره مخ 25 کروړ وګړو لپاره د خوراك برابرول او د ماحولياتي بدلونونو ښكار هېوادونو مرسته او د قدرتي آفتونو څخه وروستو د بيا رغونې او بحالۍ په چارو كښې لاس امداد كول په خاص توګه د ذكر وړ ده۔ په موجوده حالاتو كښې د دې ضرورت لا سوا شوې دې ولې چې د مركزي بېنكونو لخوا د سود شرح مخ په زياتېدو ده۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د ګروپ ۔77 غړي هېوادنه به د پورته ذكر كړې شويو چېلنجونو كاميابۍ ??ره مخنيوې كولو ??ره يو زيات مساوي او په انصاف اډانه نړيوال اقتصادي نظام ته وده وركولو كښې مهم كردار تر??ره كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ يو والې زمونږ د ټولو تر ټولو لويه اثاثه ده او د كوپ – 27 په مهال د دې په زړه پورې ډول څرګندونه وشوه۔ ده هيله ولرله چې د كيوبا په مشرۍ كښې به ګروپ په پیښو چېلنجونو مړانې ??ره قاب?? موندلو كښې كامياب شي چې ور??ره به د پائیدار پرمختګ او ماحولياتي بدلونونو اغېز كمولو هدفونو په ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان به د ګروپ د يو غړي په حېث د دې مقصدونو په ترلاسه كولو كښې خپل بشپړه كردار روان ساتي
پاكستان د جي – 77 او چين چيئرمين شپ كيوبا ته وسپارلو ٬ بلاول بھټو زرداري خپل خطاب كښې د پاكستان په مشرۍ كښې په ترلاسه شويو كاميابو رڼا واچوله
49 Pots of Gold APP download
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز