لاهور۔14جنوری(اے پی پی)د پنجاب ګو??نر بليغ الرحمن سره د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ په ګو??نر هاؤس كښې ليدلي۔ په دې مهال په هېواد كښې د روانې معاشي وضعې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پنجاب ګو??نر وفاقي وزير سره خپلو خبرو كښې ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې ټوله اقتصادي ډله د معيشت بهترۍ او ثبات له كوټلې هڅې كوي۔ ده ووئيل حالات ناوړه دي ولې بياهم معيشت سره سره په نورو څانګو كښې هم استحكام رامخې ته كېږي۔ ګو??نر بليغ الرحمن ووئيل د مسلم ليګ نون په تېرو دورنو كښې د ګرانۍ شرح كمه وه ٬ جي ډي پي ګروتھ ښه وو او پاكستان په معاشي توګه د مضبوط هېواد به حېث رامخې ته كېدو پلو روان وو۔ ده ووئيل مسلم ليګ هېواد له ستونزو څه د ويستلو عزم لري۔ ګو??نر وفاقي وزير ته په اوسنيو كاميابو دورو مباركي وركولو سره ووئيل د اوسنيو دورو په مهال ګردې نړۍ چې په كوم ډول پاكستاني اولس لپاره ريليف پېكج اعلان كړې دا د اوسني حكومت په سپېځلتيا د باور څرګندونه ده۔ د پنجاب ګو??نر بليغ الرحمن د هېواد معيشت بهترۍ لپاره د وفاقي وزير هڅې وستائلې۔ وفاقي وزير ووئيل په راتلونكو ورځو كښې به معيشت كښې نوره بهتري رامخې ته شي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې داسې ډول چېلنجونه كله مخې ته نه دي راغلې ولې بياهم د هېواد معاشي استحكام له به ټول صلاحتيونه كارولې شي۔
د پنجاب ګورنر سره د خزانې وفاقي وزير وليدل ٬ په هېواد كښې د روانې معاشي وضعې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه
Songkran Festival Water Splashing Festival APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی