اسلام آباد۔2اپرېل (اے پی پی) كابينه ډويژن د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ته د قانون او انصاف وزارت اضافي چارج سپارلو نوټيفيكېشن جاري كړې له كومې وروستو چې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د قانون او انصاف وزارت اضافي منصب سنبال كړې دې۔ وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن د قانون او انصاف وزارت دوره وكړه چرته چې د قانون او انصاف سېكتر وزارت ته په راتللو وفاقي وزير ته هركلې ووې۔ سېكتر وفاقي وزير ته د وزارت د چارو په اړه بريفنګ وركړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وزيراعظم عمران خان د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ته د قانون او انصاف وزارت اضافي چارج سپارلې پرېكړه كړې وه۔
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ