اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د قطر امير شېخ تميم بن حمد الث??ني وزيراعظم عمران خان سره تېره ورځ ملاقات كړے چې پكښې دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو او ?? شريكې مرستې زياتولو په موقعو خبرې كړې دي۔ د قطر امير د وزيراعظم عمران خان په بلنه په دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ پاكستان ته راغلې و چې ورسره وزيرانو او ?? لوړې كچې پلاوې هم موجود و۔ د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د پلاوو په كچه مذاكرات هم وشول۔ د پلاوو په كچه په مذاكراتو كښې وزيراعظم عمران خان د پاكست??ني پلاوي او ?? قطر امير شېخ تميم بن حمد الث??ني د خپل پلاوي مشري وكړه۔ د پلاوو په كچه په ملاقات كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د توان وزیر عمر ایوب، د هوابازې وزیر غلام سرور خان، د بحري چارو وزير علی زیدی، د وزیراعظم د اطلاعاتو او ??پرونو خاص مرستياله ډاكټر فردوس عاشق اعوان، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاري٬ د خزانې سلاكار عبدالحفيظ شېخ او ?? تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد وزيراعظم سره وو۔ دواړو هېوادونو د شريكې مرستې په اړه د تفاهم يو شمېر يادښتونه لاسليك كړل۔
د قطر امير شېخ تميم بن حمد الثاني وزيراعظم عمران خان سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔