اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی)صدر مملك?? ډاكټر عارف علوي هېواد لپاره خذمات وړاندې كوؤنكو او قرباني وركوؤنكو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره د اولس لخوا د هغوي د كورنيو مننه وكړه۔د ايوان صدر پر??س ونګ لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پوځ شهيدانو كورنيو سره په ټېليفون?? خبرو كښې وكړه۔ ده د شهيدانو او د هغوي د كورنيو د ايثار ج??بې ته سلام وړاندې كړو۔ صدر د جون په 9مه نېټه په ميران شاه كښې د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره ټېليفوني تماس ونيول۔ صدر مملكت د صوبيدار اصغر٬سپاهي نسيم شهيد او محمد زمان شهيد كورنيو سره خبرې وكړې۔ صدر مملكت د مئي په 31مه نېټه حېدر خيل كښې د شهيد شوي سپاهي ثاقب الرحمان كورنۍ سره هم ټېلېفون?? خبرې وكړې۔ صدر مملكت د اولس لخوا د شهيدانو كورنيو مننه وكړه۔ډاكټر عارف علوي د شهيدانو لپاره د لوړو درجو او د شهيدانو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔
صدر مملكت د شهيدانو كورنيو سره ټېليفوني تماس ونيولو
Dragons and Treasures Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ