سیالکوټ 05 اګست (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د كشمير مسئلې تر حل كيدو سيمه كښې تاؤ ترېښوالې نشي ختميدې او نه حالات امناكه كيدې شي،هند د تيرو څو لسيزو راهسې مقبوضه کشمیر په يو زندان كښې بدل كړې دې چرته چې د بشري حقونو ښكاره خلاف وزري كېږي په دې د بشري حقونو نړيوال تنظی??ون?? بايد نوټس اخستلو سره مقبوضه وادی كښې په بې ګناه كشميريانو د هند ظل??ون?? بند كړي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ سیالکوټ كښې د یوم استحصال کشمیر په موقع کشمیریانو سره د يووالي څرګندوني په موقع جاری کړې شوي خپل بيان كښې كړي۔ده ووئيل پاکستان د کشمیر خپلو خويادو وروڼو سره ولاړ دې او د هغوي بنیادی حق د خپلواكۍ حق لپاره به د هغوي اخلاقی، سفارتی او سیاسی حمایت روان ساتي۔ده ووئيل د مودی حکومت او هندي ??سكر په بې ګناه كشميريانو د ظل??ون?? انتها کړي په دې مهال ماشومان او ميرمني هم په نښته كړې شوي۔
د كشمير مسئلې تر حل كيدو سيمه كښې تاؤ ترېښوالې نشي ختميدې ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف
Safari Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز