ملګري ملتونه ۔28جون(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل ا??تا??ي منېر اكرم د ل??يې اختر په موقعه د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د مړانې هڅو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې كولو سره د ګردې نړۍ مسلمانانو ته د ل??يې اختر مباركي وركړې ده۔ ده په امريكا كښې د جون په 28 مه نېټه د لمانځل كېدونكي ل??يې اختر په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د اختر په موقعه د اسلام د نه بدلېدونكو اصولو له مخې هغه ټولو سره بايد د يو والي څرګندونه وكړې شي كوم چې د جبر ٬ جنګ ٬ وبا ٬ استحصال او د غېر ملكي تسلط لاندې په ژوند كولو مجبور دي۔ ده ووئيل دا اختر بايد په مقبوضه كشمير كښې زمونږ مېړنو وروڼو خوېندو لپاره امن او سوكالي راوړي كوم چې خپلې آزادۍ لپاره بلها قربانۍ وركوي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ د اختر په دې موقعه په نړيواله كچه د لوږې خت??ولو او په نړۍ كښې ظلم او امتيازي سلوك لمينځه وړولو له د خپل عزم پخلې وكړؤ۔ ده ټولو مسلمانانو ته د لويے اختر مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
د پاكستان مستقل استازي منير اكرم د كشميري اولس ستړو ته د عقيدت پېرزونې ٬ مسلمانانو ته د اختر مباركي
مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria