اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د ژوند په هره يوه څانګه كښې د انجینئرنګ مهارت مهم ګرځولو سره د قام تلپاتي پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو له د انجینئرنګ كميونټۍ دوامدار ملاتړ او د دې د خذماتو د اعتراف په حاجت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د “پی ای سی انجینئرز ??ېکسېلنس ایوارډ 2022” په سرخط تابيا كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې صدر مملكت ووئيل پاكستاني ا??جينئ??ان?? په تېر وخت كښې د خليجي هېوادونو په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړے دے۔ ده و??ئيل د پاكستان تلپاتې پرمختګ باوري كولو له په بېلو څانګو كښې نورو انجينئ??ان?? ته اړتيا ده۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان هر كال يوازې 25 زره انجينئران پېدا كوي كوم چې د هېواد ضرورت لپاره كافي نه دي د دې په مقابله كښې هندوستان هر كال 1.5 ملینه څخه زيات انجينئران پېدا كوي۔ صدر عارف علوي ووئيل بشري وسائل هېواد لپاره يو لويے چېلنج پاتے شوے دے لكه څنګه چې د روغتيا په څير څانګو كښې هېواد نورو بشري وسائلو ته اړتيا لري٬ هېواد كښې د 9 لكو نرسانو ضرورت دے او ددې په مقابله كښې يوازې يو نيم لك نرسانې كار كوي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه و??ړه چې دا مهال په هېواد كښې 26 ملينه كوچنيان سكول څخه بهر دي كوم به چې په سباؤن كښې په ټولنه لوے بوج جوړ شي۔ ده و??ئيل د چېلنجونو باوجود د انفارمېشن ټېکنالوجۍ څانګې ??ار??ردګي ښه ده كومه چې دې حقيقت څخه ښ??ار?? ده چې 22 لکه څخه زيات فري لانسرز ?? خپلې روزۍ سره سره هېواد لپاره زر مبادله ګټي۔ ده و??ئيل د انجینئ??ان?? شمېره زياتولو او سكولونو څخه بهر كوچنيانو ته د زده كړو آسانۍ وركولو له حكومت زياتو وسائلو ته اړتيا لري۔ ده و??ئيل د ټېكس په نظام كښې اصلاحات كولو سره د وسائلو انتظام كېدې شي۔ په غزه كښې په فلسطيني وګړو د روان ظلم او زياتي ذكر كولو سره صدر په نړۍ كښې امن په ځايې ساتلو له په ټولو ټولنو كښې د اخلاقياتو په خپلولو زور راوړو۔ ده و??ئيل د جنګونو د لاسه به نړيوال چېلنجونه لا پېچلې شي چې له امله به يۍ مالدار لا مالدار او غريب لا زيات غريب شي۔ دې څخه وړاندې صدر مملكت د پاكستان انجینئ??ان?? ته د هېواد په پرمختګ كښې د خذماتو په اعتراف كښې په بېلو ګېټېګريز كښې ايوارډز وركړل۔ د پاكستان انجینئرنګ کونسل چيئرمېن نجیب هارون ووئيل چې كونسل هر كال د غوره ??ار??ردګۍ څرګندونه كوؤنكو انجينئ??ان?? ته د هغوي د هڅو او د هېواد په پرمختګ كښې د برخې اخستو په اعتراف كښې ايوارډ وركوي۔ ده و??ئيل انجینئران د دفاعي پېداوار، نیوکلیئر ټېکنالوجی، اوبه اوبرېښنا ، رېلوے، سترو لارو، مواصلات، كركيلې ، ټېلی کمیونیکیشن، مینوفیکچرنګ، کیمیکل او پېټرو کیمیکل انډسټری په شمول يو شمېر څانګو كښې په زړه پورې خذمات ترسره كوي۔ ده و??ئيل پی ای سی په پېشه ورو فورمز كښې شاملېدو له سعودی عرب، نائجیریا، کینیا، میانمار او د وسطی اېشیائی جمهوریه په څير هېوادونو لپاره د سرپرست او جاج اخستونكي په حېث خپل پېشه ور كردار ترسره كوي۔
انجينئران د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د “پی ای سی انجینئرز اېکسېلنس ایوارډ 2022″دستورې ته خطاب
Mask Carnival Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا